تل ابیب کښې د نتانیاهو خلاف پراخې مظاهرې وشوې
د تل ابیب سلګونو اوسیدونکو پرون د مالي فساد کولو په وجه د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو خلاف مظاهرې وکړې.
معترضانو د یولړ شعارونو په ورکولو سره د فساد په وجه د نیانیاهو د څنګته کیدو او محاکمه کیدو غوښتنه وکړه. دغه مظاهرې د پولیسو تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې وشوې.
تیره سه شنبه هم په تل ابیب کښې سل هاؤ کسانو د بنیامین نتانیاهو د کور مخې ته په غونډیدو سره د هغه د مالي فساد خلاف مظاهرې وکړې.
د اسرائیلو وزیراعظم په وړومبي کیس کښې د رشوت په اخیستو، دوکې ورکولو او په امانت کښې په خیانت کولو تورن دی.
هغه په دویم کیس کښې هم پر (اسرائیل هیوم) ورځپاڼې باندې د ځینو محدودیتونو لګولو په بدل کښې د خپلې کابینې د خبرونو د ښه وړاندې کولو لپاره د یدیعوت احرونوت صهیونیسټي ورځپاڼې له مالک سره په جوړجاړي تورن شوی دی.