ترهه ګرو دسورئې په درعاکې په روغتون د هاوانونوحمله کړې
دسورئې رسمی ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ، د النصره جبهې ترهه ګرو نن د سورئې په جنوب کې د درعا ښار په یوه روغتون د هاوان حمله کړې چې له امله ئې یوه واړه ماشومه وژل شوی او دیوشمیر ماشومانو پشمول لس عام کسان ټپیان شوی دی .
دسورئې په درعا کې په یوه روغتون د ترهه ګروپه حملې کې په لسګونو ماشومان او ناروغان په وینو کې لیت پیت شول
ایرناخبری آژانس راپورورکړی ، دسورئې رسمی ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ، د النصره جبهې ترهه ګرو نن د سورئې په جنوب کې د درعا ښار په یوه روغتون د هاوان حمله کړې چې له امله ئې یوه واړه ماشومه وژل شوی او دیوشمیر ماشومانو پشمول لس عام کسان ټپیان شوی دی .
راپور ښئ د ترهه ګرو له خوا د هاوان په دغې ترهه ګرې حملې کې د درعا روغتون او شاوخوا کورونو ته هم د رندۀ تاوانونه اوښتی دی .
په عین حال کې ، د دمشق په ختیځی غوطه سیمې کې وسلوال ترهه ګر هغه ټول خلک په نښه کوی ، چې له دغې سیمې کرارو سیمو ته د تلو هڅه کوی ،ځکه ترهه ګرو غواړی له عامو خلکو د ډال په توګه استفاده وکړی ځکه ئې له سیمې د وتلو مخینوی کوی .
دسورئې په پوځ کې یوې خبرې سرچینې وئیلی دی ، د وسلوالو ډلو سرغنو هغه ټول خلک سخت ګواښلی او یا ئې په نښه کړی دی ، چې له غوطه سیمې وتلو سره ګروهمن دی . . دغې پوځی سرچینې همداراز د روسیې ددفاع وزارت سره داړونده حمیمیم مرکز په غږملتیا سره د ختیځې غوطې د اوسیدونکو دسرپناه او دهستوګنې لپاره دیوه مرکز د جوړولو خبر ورکړی دی .
دروسیې ددفاع وزارت ویندوی ایګور کوناشنکوف ټینګار کړی ، دسورئې په الرقه او التنف کې خلک چې د امریکا په مشرۍ دائیتلاف او دهغو دهمتړونه ځواکونو په کنټرول کې دی په ډیرو سختو شرائطو کې ژوند کوی او دنړیوالې ټولنې سملاسی اقدام اومرستو ته اړتیا لری .