دیمن شخړه باید د خبرواترو له لارې حل شی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i66727-دیمن_شخړه_باید_د_خبرواترو_له_لارې_حل_شی
دروسیې خارجه وزیر ټینګار کړی ، نړیواله ټولنه په تیره بیا ملګری ملتونه باید په یمن کې له ښکیلو لورو وغواړی له تاؤتریخوالی څخه په ډډه کولو سره دې رغنده خبرواترو ته چمتووالی وښئ ، البته ماسکو به هم په دې زمینې کې پخپل وار هڅو ته دوام ورکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2018 15:11 Asia/Kabul
  • دیمن شخړه باید د خبرواترو له لارې حل شی

دروسیې خارجه وزیر ټینګار کړی ، نړیواله ټولنه په تیره بیا ملګری ملتونه باید په یمن کې له ښکیلو لورو وغواړی له تاؤتریخوالی څخه په ډډه کولو سره دې رغنده خبرواترو ته چمتووالی وښئ ، البته ماسکو به هم په دې زمینې کې پخپل وار هڅو ته دوام ورکړی .

 زمونږخبریال راپورراکړ  دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  نن  د ایتوپیا  له ریپورټر رسانۍ سره  په خصوصی مرکې کې  ټینګار کړی ، نړیواله ټولنه دې  په هره ممکنه بڼه   په یمن کې ښکیل لوری خبرواترو ته وهڅوی .

 هغه  وئیلی دی ،  دیمن په بحران کې  تسلیمیدا دمنلو وړ نه ده او ښکیل لوری باید دخبرواترو میز ته کیښنی .

 دروسیې خارجه زویر   زیاته کړې  په دې باب د روسیې  دریځ بدل شوی نه دی  او ماسکو  په یمن کې د شخړو او جنګ جګړو  حل ، یوازې   دټولو سیاسی لورو ګټو   ته په احترام مشتملو خبرواترو  له لارې  وینی .

 لاؤروف روښانه کړې ،  په یمن کې دملی وفاق  فوری احیاءوجود  نه لری  او  دم ګړۍ  په یمن کې ښکیل  لوری ، دځینو بې اساسه  ادعاګانو  په مطرح کولو سره  رغنده خبرواترو ته  تیار نه دی  ، خو باید   هلې ځلې پرې نه ښودل شی  او دخبرواترو  لپاره  هلې ځلې دوام ولری . 