د عراق په جنګ د ټرمپ نیوکه
د عراق جنګ همداراز په ویتنام کې د امریکا له جنګه وروسته تر ټولو خونړې جنګ هم وو . د رسمی شمیرنو په اساس په عراق په لښکر کښۍ کې څه د پاسه څلور نیم زره امریکایی عسکر وژل شوی دی .
د امریکا ولسمشر په ۲۰۰۳ میلادی کال کې په عراق حمله د امریکایی چارواکو بدترینه فیصله وبلله .ټرمپ په فلوریډا ایالت کې د جمهوری غواړی ګوند د مالی ملاتړو په ټول کی وویل هغه بدترینه فیصله چی تر اوسه شوی ده ، په ۲۰۰۳ میلادی کال کې په عراق حمله وه . ټرمپ په جارج ډبلیو بوش او اهمداراز د امریکا په استخباراتی اورګانونو په ملنډې وهلو سره وویل دا د بوش کار وو ، یو بل حقیقی نابغه ، یو ډیر حیرانونکی استخباراتی کار وشو ، اطلاعاتی اژانس ډیر ښه .
البته له دې مخکې هم ټرمپ په نورو مناسبتونو په ۲۰۰۳ میلادی کال کې په عراق د امریکا په حملې نیوکه کړی وه . هغه د ۲۰۱۶ میلادی کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په سیالیو کې وویل د ستمبر د ۱۱ نیټې له پیښې وروسته د عراق په شمول د امریکا جنګونو د امریکایی مالیات ورکونکیو لپاره څه د پاسه شپږ ټریلیون ډالره لګښت درلودلې دې . ټرمپ په ځلونو ویلی دی چی په دومره پیسو سره د امریکا حکومت د هیواد وراسته بیخ بینایی څو ځله رغولې شوې .
د عراق جنګ همداراز په ویتنام کې د امریکا له جنګه وروسته تر ټولو خونړې جنګ هم وو . د رسمی شمیرنو په اساس په عراق په لښکر کښۍ کې څه د پاسه څلور نیم زره امریکایی عسکر وژل شوی دی . دغه جنګ په عراق کې د ډله وژونکیو وسلو له خطر سره د مقابلې په پلمه وشو . په هغه وخت کې د امریکا استخباراتیب ادارې مدعی وې چی د عراق بعثی رژیم کیماوی وسلې لری اود ایټمی وسلو د ترلاسه کولو هڅې یې کړی دی . دا ادعا د امریکا د هغه وخت د ولسمشر بوش او خارجه وزیر کالین پاول له لوری مطرح شوه . په عین حال کې د صدام له نسکوریدا وروسته د عراق لوشت لوشت خاوره ولټول شوه خو په دغه هیواد کې د ډل وژونکیو وسلو هیڅ نښه پیدا نشوه .
یوه موده وروسته د امریکا د هغه وخت چارواکو د ډیموکراسۍ پراختیا په عراق د لښکر کښۍ علت اعلان کړ . په عین حال کې په عراق د امریکا د لښکر کښۍ له امله جنګ ، ګډوډی او تاوتریخوالی د اوږدو کلونو لپاره په دغه هیواد کې د ډیموکراسۍ پراختیا ته هیله له مینځه یوړه . دغه جنګ همداراز د اسیا د لویدیځ د حساسی سیمې د هیوادونو لپاره چی د داعش په شان د ترهه ګرو تکفیری ډلو له رامینځته کیدا یې درنده بیه ورکړه ، غمیزناک وو . له داعش سره په جنګ کې امر یکایی ښاریز هم ووژل شول او د امریکا حکومت ته درنده مالی تاوانونه واوړیدل تر څو پخپله جوړ کړی شر یعنی داعش خلاص شی .
اوس په عراق د امریکا دحملې د ۱۵ کلیزې په درشل کې د امریکا ولسمشر په ښکاره دغه حمله د امریکایی چارواکو بدترینه فیصله بللی ده ، هغه فیصله چی د څو میلیون انسانانو د مړینې او کډوالیدا ، د څو هیوادونو دتباهۍ او له امریکا بهر او داخل کې د ټریلیونونو ډالرو د له مینځه تلو سبب شوه . په عین حال کې داسې نه ښکاری چی د عراق د نیواکګرۍ تریخ درس د امریکا د واوسنی ولسمشر لپاره عبرت اخیستونکې وی . ټرمپ په عراق حمله د مچکرو په پوسه کې له لرګی ورکولو سره تشبیه کړی ده ، خو همدغه اوسنې ولسمشر همدااوس په سوریه کې له ترهه ګرو او بلوه ګرو ډلو په ملاتړ سره د امریکا د وړاندنیو چارواکو په لاره روان دې . دا موضوع ښئ چی په عراق کې د پلار بوش او زوی بوش په جنګ غوښتونکی کړچار نیوکه له دې زیات چی د امریکا د حکومت د کړچار د بدلون ښودونکی وی ، د بوش له کورنۍ سره د ټرمپ حساب کول بلل کیږی .