ختیخې غوطې ته انساني مرستې ورسیدلې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i67125-ختیخې_غوطې_ته_انساني_مرستې_ورسیدلې
د بشري مرستو یو کاروان نن د سوریې د دمشق په ریف ولایت کې د ختیځې غوطې له استوګنو سره د مرستې په خاطر دغه سیمې ته ورسیده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2018 17:00 Asia/Kabul
  • ختیخې غوطې ته انساني مرستې ورسیدلې

د بشري مرستو یو کاروان نن د سوریې د دمشق په ریف ولایت کې د ختیځې غوطې له استوګنو سره د مرستې په خاطر دغه سیمې ته ورسیده .

 

د  سوریې د رسمي خبري اژانس سانا د راپور له مخې دغه بشري مرستې د دغه هیواد د سرې میاشتې په ملاتړ سره په ختیځې غوطې کې د ترهه ګرو ډلو تر نیواک لاندې سیمو محاصره شویو خلکو ته استول شوې دي.

په دغه مرستو کې درملیز او خوارکي مواد شامل دي چې د دولسو زرو کسانو لپاره استول شوې دي.

له دې مخکې انساني مرستې همیشه د ترهه ګرو له خوا نیول شوې او په خلکو په ډیره لوړه بیه خرڅې شوې دي او یا د ترهه ګرو کورنیو ته ورکړل شوې دي.

 ترهه ګرو ډلو په ختیځې غوطې کې له اوربند سره په یو وخت  په تګ راتګ بندیز لګولی دی.