صهیونیسټانو پرون ۸۷ فسلطینیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
Mar 10, 2018 04:10 Asia/Kabul
د فلسطین د سرې میاشتې ادارې بیګا په یوه خبرپاڼه کښې وویل: په لویدیځې غاړې او غزې تړانګې کښې پر فلسطیني مظاهره چیانو د صهیونیسټو پوځیانو په حمله کښې یو فلسطینی شهید شوی او ۸۶ نور زخمي شوي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د فلسطین د سرې میاشتې ادارې ویلي، ۲۴ کلن محمد زین الجعبري د اردن سیند د لویدیځې غاړې د الخلیل ښار په مرکز کښې د صهیونیسټو پوځیانو د ډزو له امله شهید شو.
د دغې خبرپاڼې له مخې، همداشان دوه فلسطینیان په جنګي ډزو، ۱۹ په پلاسټکي ګولیو او ۴۵ تنه نور د اوښلن ګیس او اخ و ډب له امله زخمي شوي دي.
د اردن سیند په لویدیځې غاړې او غزې تړانګې کښې پرون پرله پسې په څوارلسمه اونۍ، د قدس په هکله د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پریکړې باندې په اعتراض کښې د فلسطینیانو قهرجنې مظاهرې ترسره شوې.
ټیګونه