مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۶-۱۲-۱۹
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i67361-مېنځنے_ختيځ_په_تېره_اونۍ_کښې_۱۳۹۶_۱۲_۱۹
د سلامونو په وړاندې کولو سره مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. په دې چوکاټ کښې به په تېره هفته کښې د فلسطين بدلونونه چې په نيواکي فلسطين کښې د امريکې او اسرائيلو د ګډو فوځي مشقونو په قالب کښې د هغوي د تحريحکونکو بدلونونو تر تاثير لاندې وو وڅېړوو او بيا به د بحرين او عراق د واقعاتو په شمول د سيمې نورو بدلونونو ته يوه کتنه وکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2018 13:19 Asia/Kabul
  • مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۶-۱۲-۱۹

د سلامونو په وړاندې کولو سره مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. په دې چوکاټ کښې به په تېره هفته کښې د فلسطين بدلونونه چې په نيواکي فلسطين کښې د امريکې او اسرائيلو د ګډو فوځي مشقونو په قالب کښې د هغوي د تحريحکونکو بدلونونو تر تاثير لاندې وو وڅېړوو او بيا به د بحرين او عراق د واقعاتو په شمول د سيمې نورو بدلونونو ته يوه کتنه وکړوو.

وړومبې هم د فلسطين بدلونونه: په امريکه کښې د صهيونېسټي ضدو احتجاجونو له زياتېدو سره په يو وخت په نيواکي فلسطين کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم ګډ فوځي مشقونه او د اسرائيلي چارواکو لافي ورول.

په دې زمينه کښې په نيواکي فلسطين کښې د امريکې او اسرائيلو له فوځي مشقونو سره په يو وخت د صهيونېسټ رژيم د فوځ د لوے درستيز مرستيال آويو کوچاوي وويل، اسرائيل په شپږو محاذونو کښې جنګ ته آماده کيږي. د امريکې او صهيونېسټ رژيم فوځي مشقونه د تېرې هفتې د ايتوار په ورځ په نيواکي فلسطين کښې شروع شول او د مارچ ترپينځلسمې پورې به دوام پېدا کړي. دوه نيم زره امريکائي او دوه زره اسرائيلي فوځي ځواکونه په دغو مشقونو کښې ګډون لري. په دغو مشقونو کښې له مختلفو توغنده اي سېسټونو استفاده کيږي او همدارنګ دواړه خواوې د لبنان، سوريې او د غزې د تړانګې په شمول په مختلفو محاذونو کښې د جنګ د شبيه جوړونو په حال کښې دي. دغو فوځي مشقونو مختلف انعکاسونه لرلي دي، منجمله دا چې د فلسطين مقاومت اعلان کړے دے چې دغه ستر فوځي مشقونه په راتلونکو وختونو کښې له هر ډول احتمالي جنګ او جګړې څخه د صهيونېسټو غاصبانو د ويرې او وحشت ښودونکي دي او دا حالت ښودنه کوي چې د اسرائيلي چارواکو ګواښونه له لافو ورولو نه زيات څه نه دي. صهيونېسټ رژيم د سيمې د خلقو د مقاومت په وړاندې له لا زياتو ماتو او د دغه رژيم د فوځ د مشکلاتو له زياتېدو او همدارنګ د هغه د فوځيانو د روحيې له مخکې نه له زيات کمزوري کېدو څخه د مخنيوي  لپاره په دې وروستيو کلونو کښې د سيمې د هېوادونو په خلاف له مخ په زياتېدو ګواښونو سره سره په عملي توګه يې د خپلو ګواښونو د اجرا جرات نه دے لرلے. له دې امله په وروستيو کلونو کښې د صهيونېسټ رژيم ګواښونه زياتره د لفاظۍ او لافو اړخ لرلے دے. دا په داسې حال کښې دي چې د غزې په خلاف د جنګ جوړونو په شان د ځينو اسرائيلي ګواښونو اجرائي والي هم د دغه ماتې خوړونکي رژيم لپاره  رسوا کونکې ناکامي په ځان پسې لرلې ده. په دې مېنځومان کښې له صهيوېسټ رژيم څخه د امريکې ملاتړونه چې په سيمه کښې د جنګ جوړونو او ماجرا لټونو د دوام لپاره دغه رژيم ته د شين څراغ ښودلو په معنا ګڼل کيږي لګښتونه يې د امريکې په خلقو تپي چې دغې موضوع د امريکې د عامه افکارو پراخه احتجاجونه په ځان پسې لرلي دي. په دې زمينه کښې په تېره هفته کښې په امريکه کښې له اسرائيلو څخه د امريکې د ملاتړونو په دوام په اعتراض کښې يو لړ مظاهرې وشوې.

احتجاج کونکو «نېتنياهو جنګي جنايتکار دے»، «فلسطين آزاد کړئ»، «آئپک د امريکې د يهوديانو نمائنده نه دے» او « د فلسطين قبضه ختمه کړئ» په شان شعارونو په ورکولو سره د قدس له غاصب رژيم څخه د امريکې د ملاتړونو په ختمولو تاکيد وکړ.

په امريکه کښې د صهيونېسټ رژيم په خلاف د مظاهرو پراختيا په داسې حال کښې ده چې په امريکه کښې د اسرائيلو د بائيکاټ د غورځنګ د نفوذ د زياتېدو کتونکي هم يوو.د اسرائيلي رژيم په خلاف  « د بائيکاټ، د پانګونې د منعې او بنديز غورځنګ»  په ۲۰۰۵ کال کښې شروع شو چې دغه رژيم د فلسطين د ملت د حقوقو خيال ساتنې او په نړيوالو قوانينو او مقرراتو باندې عمل کولو ته مجبور کړي. دغه غورځنګ په خپلو بيانيو کښې څلور اصلي هدفونه بيانه کړي دي چې په دا ډول دي: د اسرائيلو د قبضې ختمول،  په فلسطيني زمکو کښې د صهيونېسټ مېشته ښارګيوجوړونې بندول، د اسرائيلو د عربو ښاريزو لپاره د برابرې رامنځته کول او بالاخره خپلو کورونو ته د فلسطيني کډوالو د ستنېدو د حق په رسميت پېژندل. دغه غورځنګ په تېرو ۱۲ کلونو کښې کړې شوي دي د امريکې په شمول په ټوله نړۍ کښې د پام وړ نفوذ او ملاتړ ترلاسه کړي.ځينو مدني تنظيمونو او ادارو، تجارتي شرکتونو، پوهنتونونو او کلتوري مرکزونو د اسرائيلو د بائيکاټ له غورځنګ څخه خپل ملاتړ اعلان کړے دے. په دې مېنځومان کښې د اسرائيلو د بائيکاټ د غورځنګ له ملاتړو سره د امريکې او اروپا د ځينو معترو پوهنتونونو يوځاے کېدو په دغه رژيم باندې دباونه زيات کړي دي.

اوس هم د بحرين بدلونونو ته يو کتنه کوو:

په بحرين کښې د سعودي نيواکګرۍ دکليزې په درشل کښې د آل خليفه له ځپنو سره د آل سعود په ملګرتياو باندې د بحرين د خلقو ردعمل.

د بحرين انقلابي ډلود سعودي نيواکګرو ځواکونو لخوا د دغه هېواد د نيواک د کليزې د يو هيړ فعاليتونو شعار « زمونږ انتخاب مقاومت دے» اعلان کړ. د فرورۍ د څوارلسمې د انقلاب د ځوانانو ائتلاف، د حق غورځنګ، الوفاء اسلامي بهير او العمل اسلامي بهير د بحرين د نيواک د کليزې د فعاليتونو په لړ کښې د سعودي ځواکونو لخوا د وژل شويو انقلابيانو يعنې د حسيني مقاومت د شهيدانو تصويرونه «زمونږ انتخاب مقاومت دے» د شعار تر څنګه د بحرين د مقاومت  سېمبول په توګه اوچت کړل. د بحرين د خلقو د صلح ايزو احتجاجونو په دوام او د خلقو د غوښتنونو په پوره کولو کښې د آل خليفه رژيم په بې وسۍ پسېد فارس خليج د ملګرتيا د شورا غړيو هېوادونو په تېره بيا سعودي خپل فوځيان د جزيرې ډاله په نامه بحرين ته ولېږل چې د دغه هېواد انقلابيان وځپي. سعودي ځواکونو د آل خليفهځواکونو ترڅنګه د خلقو په ځپلو لاس پورې کړ او د اجازتليک نه لرلو په بهانه يې د شيعه ؤ ۳۹ جوماتونه شهيد کړل.

د اېشيا د لويديځ د ترټولو وړونکي هېواد په توګه تر ټولو زيات سياسي جېلونه او بندي خانې لري او ويل شوي دي چې په وروستيو اوو کلونو کښې په دغه هېواد کښې څه د پاسه لولس زره کسان نيول شوي دي.آل خليفه رژيم چې د ۲۰۱۱ کال د فرورۍ له څوارلسمې څخه له پراخو ولسي احتجاجونو سره مخامخ شوے دے، ډېر زره له دغو احتجاجونو سره د مقابلې لپاره د آل سعود لمن ونيوه. سعودي حکومت د  2011  کال د مارچ په څوارلسمه نېټه په بحرين کښې د ولسي احتجاجونو له شروع کېدو نه يوازې يوه مياشت پس په دغه هېواد باندې لشکر کشي وکړه چې د مخالفانو په ځپلو سره د بحرين له حکومت څخه ملاتړ وکړي. د بحرين خلقو په خپل هېواد باندې د سعودي لښکر کشي د آل سعود لخوا د دغه هېواد د نيولو مصداق وبلۀ او په لا جدي عزم او ارادې سره یې له آل خليفه سره مقابلې ته دوام ورکړ. د دغې مقابلې نتيجه دا وه چې په بحرين کښې د حکومت په خلاف د احتجاجونو له شروع  کېدو څخه د څو کلونو په تېرېدو سره اوس هم دغه احتجاجونه دوام لري او د آل خليفه او د بحرين د خلقو ترمېنځ درز او فاصله ډېره زياته شوه او په بحرين کښې د آل خليفه رواوالے ډېر زيات کم شوے دے. دا په داسې حال کښې دي چې د آل سعود او آل خليفه رژيمونه په مختلفو بهانو په دې لټه کښې شول چې په بحرين کښې د سعودي ياغي توب او خپل سرۍ ته حقوقي بنياد او قانوني توجيه ورکړي. خو حقيقت دا دے چې د بحرين په خاوره کښې د سعودي ځواکونو شتون په نړيوالو روابطو کښې د هيڅ حقوقي او عرفي بنياد او اساس نه دے لرلے.

د سعودي او بحرین رژيمونو کوشش وکړ چې د بحرين د خلقو په ځپلو کښې د دغه شتون او ملګرتيا بنياد د فارس خليج د ملګرتيا د شورا د جزيرې ډال نومې طرحې سره وګنډيو خو دغه نظر د قبول وړ نه دے ځکه چې د جزيرې ډال نومې طرح د يو بل هېواد د يرغل په مقابل کښې د فارس خليج د ملګرتيا د شورا له يو غړي هېواد څخه د دفاع لپاره ده.

دا په داسې حال کښې دي چې د بحرين بدلونونه د ال خليفه رژيم په خلاف د دغه هېواد د خلقو احتجاج او يوه کورنۍ موضوع ده. د ملګرو ملتو په منشور او د نورو نړيوالو حقوقي ادارو په اساسنامو يا نړيوالو کنونشنونو کښې هم نه يوازې د يو هېواد د خلقو په مقابل کښې د دغه هېواد له حکومت سره د مرستې لپاره د يو بهرني هېواد د مداخلت په اړه هيڅ بند موجود نه دے، بلکه بنيادي اصل د هېوادونو د حاکميت او خپلواکۍ په احترام او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کښې په نه مداخلت باندې تاکيد شوے دے.

له دې امله دې ته په پام سره چې په بحرين کښې د سعودي مداخلت له ال خليفه رژيم سره مرسته ده او د دغه هېواد د خلقو د احتجاجونو د ځپلو په چوکاټ کښې شتون لري، په بحرين کشې د سعودي ځواکونو شتون د نړيوالو حقوقو څرګنده خلاف ورزي هم ګڼل کيږي. نو ځکه بايد وويل شي چې د بحرين له خاورې څخه د سعودي ځواکونو وتل او په دغه هېواد کښې د سعوي د ياغي توب او خپل سرۍ ختمول يو ضرورت او د دغه هېواد د بحران د هواري لپاره وړومبنے ګام دے او دا موضوع پکار دي د ملګرو ملتو په اېجنډا کښې راشي. د سعودي ځواکونو په مرستط سره د آل خليفه رژيم لخوا د بحرين د خلقو د ځپلو سختېدل نه يوازې د بحرين د خلقو د پاڅون د ختمېدو سبب نه شول بلکه د آل خليفه د وابسته ماهيت لا په ډاګه کېدو د خپل هېواد په سياسي نظام کښې په بنيادي بدلونونو راوړلو او له سعودي نيواکګرۍ سره په مقابله کښې د بحرين د خلقو عزم او اراده لا مضبوطه کړې ده.

او په آخر کښې د عراق بدلونونه: د عراق له امنيتي ادارو سره د دغه هېواد د ولسي رضاکارو يوځاے کېدل.

د عراق د وزيراعظم په فرمان سره ولسي رضاکار ځواکونه يعني الحشد الشعبي په رسمي توګه د دغه هېواد له امنيتي ځواکونو سره يوځاے شول.  د عراق د وزيراعظم حيدرالعبادي د تېرې هفتې د زيارت د ورځې د فرمان مطابق ولسي رضاکار ځواکونه د فوځ له زياترو حقوقو او ښيګړو څخه برخوريږي، هغوي به په فوځ کښې د خپلو انډيوالانو برابرې تنخواګانې او حقوق حاصل کړي.

د حيدرالعبادي په فرمان کښې راغلي دي، ولسي رضاکار ځواکونه به له دې وروسته په فوځي کالجونو او پوهنتونونو کښې هم قبليږي. د عراق پارلېمان په ۲۰۱۶ کال کښې  د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو په ډانچه کښې د ولسي رضاکارو د مدغم کولو قانون تصويب کړ. د داعش لخوا د ۲۰۱۴ کال د جون په لسمه نېټه د موصل ښار له نيولو او د عراق د نورو سيمو د نيولو لپاره د دغې ترهه ګرې ډلې له کوششونو وروسته د عراق د شيعه ؤ ستر مرجع آيت ا... سيستاني د يوې فتوې په جاري کولو سره له ترهه ګرو سره جنګ کفائي فرض وبلۀ او له ټولو عراقيانو يې وغوښتل چې وسلې په لاسو کښې واخلي او له ترهه ګرو سره دې وجنګيږي. له دغې فتوې وروسته د عراق په زرګونو خلقو د ولسي رضاکارو يا الحشد الشعبي تر عنوان لاندې دعراقي ځواکونو ترڅنګه له داعش ترهه ګرې ډلې سره د جنګ مېدان ته ورودانګل او د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې يې داعش ته ماتې ورکړې شوه. د عراق بدلونونه د دې ښودونکي دي چې له حشدالشعبي ځواکونو څخه د استفادې نه کولو لپاره د عراق په حکومت باندې د بهرنيو په تېره بيا د سعودي او امريکې د دباونو باوجود د عراق حکومت د حشدالشعبي له ستر ظرفيت او قوت څخه استفادې کولو ته لا زيات مصمم کړے دے. د عراق په فوځ کښې د حشدالشعبي غړيتوب ته دعراق د پارلېمان رائې د عراق د خلقو په مختلفو پرګنو کښې د دغو ځواکونو د لوړ مقام ښودنه کوي. څه موده مخکې دعراق حکومت د حشد الشعبي د نوي جوړښت او له سياسي مسائلو سره د نه ارتباط ، بې پلويتوب او د له قوانينو څخه د پېروۍ خبر ورکړ چې وښئ عراقيان هم هغه شان د حشد الشعبي د کارولو په لټه کښې دي. له داعش ترهه ګرو سره په جنګ کښې د عراق د فوځ برياليتوبونه د حشد الشعبي ځواکونو له شتون او پراخې ملګرتيا نه بغېر ممکن نه وو.

له داعش ترهه ګرو سره په جنګ کښې ددغو ځواکونو اغيزمن رول د دې سبب شو چې بهرني لوبغاړي په تېره بيا امريکه او سعودي د تيري، ازارولو يا فرقه ايزو نظرياتو په شان مسائلو باندې د دغو ځواکونو په ځلونو تورنولو سره له حشد الشعبي څخه د عراق حکومت د استفادې نه کولو غوښتنه وکړي خو د عراق حکومت او خلق د خپلو دښمنانو له دسيسو څخه په خبرېدو سره تل د دغو بې بنيادو تورونو او دباونو په وړاندې له حشد الشعبي ځواکونو څخه دفاع وکړه. سياسي وحدت او کوټلتيا په سياسي او فوځي ډګرونو کښې دعراق د برياليتوب اړتيا ده.  پداسې حالاتو کښې د عراق په دفاعي ډګر کښې د حشدالشعبي ځواکونو د مقام پياوړتيا د عراق له پولو په دفاع کښې د دغو ځواکونو د حقانيت او کارنده توب ښودنه کوي او بې له شکه په دغو ځواکونو اعتماد به د عراق زمکنۍ بشپړتيا برابره کړي.