په سورئې کې تکفیری ترهه ګربیاسره ښکرپه ښکرشوی دی
د احرار الشام او نورالدین الزنکی ترهه ګرو ډ لو په مورچلو دحملې لپاره د النصره جبهې یا تحریر الشام ډلې دتیارسی په باب دخبرونو له خپریدو وروسته دغه دواړه تکفیری ډلې له دې مخکې سره یو ځای شوی او د تحریر سوریا جبهې د عمومی مشر په توګه ئې په ابوالبراء مشهور جابر علی باشا ئې وټاکۀ
ایرنا خبری اژانس راپورورکړی ، په سورئې کې د پوځ اومقاومتی ځواک په پرمختګ سره ، دسورئې دشمال په حلب ولایت کې د تحریرالشام جبهې چې هماغه النصره جبهه ده ، او دسورئې د آزادۍ جبهې یا تحریر سوریا نومې ترهه ګرې ډلې د ورانکارو اوجنایتکارو کمانډرانو ترمینځ اختلافات او سرخوږی نوره هم زیات شوی او پخپلو کې سره نښتی دی .
راپورښئ ، له ترهه ګرو سره نزدې رسنیو نن راپورونو کې وئیلی دی ، دترهه ګرو ترمینځ پخپل مینځیو نښتو کې دتحریر الشام دولس ترهه ګر هلاک شوی چې دتحریر سوریا نومې تازه جوړې شوی تکفیری ډلې د جنایتکارو دحلب ولایت په عاجل سیمې کې په کمین کې راګیر شوی وو .
همداراز دحلب ولایت په جنوب کې له الهباطه سیمې سره نزدې دتحریر الشام ډلې یو شمیر ترهه ګر مقابلې ترهه ګرې ډلې نیولی دی .
د احرار الشام او نورالدین الزنکی ترهه ګرو ډ لو په مورچلو دحملې لپاره د النصره جبهې یا تحریر الشام ډلې دتیارسی په باب دخبرونو له خپریدو وروسته دغه دواړه تکفیری ډلې له دې مخکې سره یو ځای شوی او د تحریر سوریا جبهې د عمومی مشر په توګه ئې په ابوالبراء مشهور جابر علی باشا ئې وټاکۀ
همداراز دمیدانی سرچینو د اعلان پهاساس ، دسورئې وسلوال پوځ د غوطه قهر په نامې سره د جیش النصر او جیش الحرار ترهه ګرو پراخه حمله چې له پرونه د سورئې د پوځ په ضد دحماه ولایت په شمال لویدیځ کې پیل شوې وه په شاتنبولې ده .