د امريکې په خلاف د غزې د تړانګې د اوسيدونکو مظاهرې
د غزې د تړانګې اوسيدونکو فلسطينيانو نن د نيواکي قدس په خلاف د امريکې د ولسمشر په فېصلې باندې په اعتراض کښې پراخې مظاهرې وکړې.
د الجزيره په نقل د مهر خبري اژانس د رپوټ له مخې په دغو مظاهرو کښې ګډون کونکو د يو لړ شعارونو په ورکولو سره نيواکي قدس ته د واشنګټڼ د سفارت د وړلو لپاره له خپلې فېصلې څخه په شاتګ کولو غوښتونکي شول.
د فلسطين خلقو پرون هم د جُمعې له نمانځه وروسته د قدس په خلاف د امريکې د ولسمشر له فېصلې څخه د سلو ورځو په تېرېدو سره د اردن د سيند د لويديځې غاړې په مختلفو سيمو کښې له قدس څخه په ملاتړ او د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو په غندنه کښې مظاهرې وکړې.
د غزې په تړانګه کښې هم پرون فلسطينيانو د جمعې له نمانځه وروسته په مختلفو سيمو کښې مظاهرې وکړې. د اردن د سيند په لويديځه غاړه او د غزې په تړانګه کښې د صهيونېسټو ځواکونو د تشدد له کبله څو مظاهره کونکي ځوانان ژوبل شول او د يو شمېر هم د اوښکي بيونکي ګېسو له ساډوبۍ سره مخامخ شول.