صهیونیسټي پوځیانو په غزه کښې اته فلسطینیان زخمي کړل
په غزې تړانګه کښې له صهیونیسټو پوځیانو سره په نښته کښې لږترلږه اته فلسطینیان زخمي شول.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند اشرف قدره وویل: د صهیونیسټي رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په اعلانولو کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اقدام په غندنه کښې د فلسطینیانو مظاهرې د تیرو اونیو په څیر بیګا هم له اسرائیل سره د غزې تړانګې د سرحدي لیکو په خوا کښې ترسره شوې.
هغه وویل: صهیونیسټو پوځیانو بیګا د غزې د شمال په بیت حانون ښارګي کښې یو فلسطیني ځوان په ډزو زخمي کړ.
هغه همداشان وویل چې اسرائیلي پوځیانو د غزې ښار په ختیځ کښې ناحال عوز نومې پوځي اډې ته څیرمه هم یو فلسطیني ځوان زخمي شو.
صهیونیسټو پوځیانو همداشان د غزې په ختیځ او د خان یونس په ختیځ کښې د ټرمپ په پریکړې باندې معترضو فلسطینیانو باندې په ډزو سره لږترلږه دوه کسان زخمي کړل.
اسرائیلي پوځیانو د البریج کیمپ په ختیځه برخه کښې هم څلور فلسطینیان زخمي کړي دي.