صهیونیسټان دې په مسجدالاقصی کښې د یهودیانو اختر نه لمانځي
د فلسطین د اوقافو وزارت په مسجدالاقصی کښې د یهودیانو د اختر د لمانځنې په هکله خبرداری ورکړ.
د قدس د اوقافو او اسلامي چارو وزارت د مسجدالاقصی د یهودي کولو په هکله د صهیونیسټي رژیم په اقداماتو باندې په نیوکې سره، په دغه جومات کښې د صهیونیسټانو د (پسح) نومي اختر د مراسمو د ترسره کیدو په هکله خبرداری ورکړ.
د قدس د اوقافو او اسلامي چارو وزارت نن د دغو مراسمو د لپاره روانو تیاریو او تجهیزاتو ته په اشارې سره وویل: دا څه چې کیږي، د مسجدالاقصی تقدس او حرمت یې په نښه کړی دی.
دغه وزارت همداشان د قدس د یهودي کولو د عمراني او کلتوري پروژو په رامینځته کولو کښې د صهیونیسټي رژيم پنځوس کلنو اقداماتو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې دغه رژیم د مسجدالاقصی د اموي انګړ په نیولو سره ویلي دي چې په یهودي معبدونو د هغه د بدلولو نیت لري.
د فلسطین د اوقافو وزارت وویل چې اموي انګړ او دا څه چې د مسجدالاقصی په اطرافو کښې دي، د اسلامي اوقافو نه بیلیدونکې برخه او د مسلمانانو حق دی او هیڅوک به یې د کارنده والي د بدلولو توان ونه لري.
ټاکل شوې چې د یهودي خاخامانو په شتون او د صهیونیسټو پوځیانو په ملاتړ سره سبا د مسجدالاقصی په قبة الصخره انګړ کښې د یهودیانو د اختر مراسم ترسره شي.