صهونیسټانو د غزې په پوله کښې سنایپران کښینولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68166-صهونیسټانو_د_غزې_په_پوله_کښې_سنایپران_کښینولي_دي
د صهیونیسټي رژیم د پوځ لوې درستیز ویلي، د (ځمکې په ورځ) د فلسطینیانو د ستنیدو د ستر لاریون په درشل کښې له سلو زیات سنایپرز د غزې په پولو کښې دیره شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2018 16:00 Asia/Kabul
  • صهونیسټانو د غزې په پوله کښې سنایپران کښینولي دي

د صهیونیسټي رژیم د پوځ لوې درستیز ویلي، د (ځمکې په ورځ) د فلسطینیانو د ستنیدو د ستر لاریون په درشل کښې له سلو زیات سنایپرز د غزې په پولو کښې دیره شوي دي.

ګاډي ایزنکوټ د اسرائیلو له یدیعوت احارانوت ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل: د اسرائيلو پوځ به د فلسطینیانو پراخ نفوذ یا په اعتراضاتو کښې په سرحد کښې خنډونو ته زیان رسول ونه زغمي.

فلسطیني ډلو اعلان کړی چې د راتلونکې جمعې په ورځ یعنې د مارچ په دیرشه نیټه به له اسرائیلو سره د غزې تړانګې په سرحدي سیمو کښې د کډوالو فلسطینیانو د ستنیدو د حق ستر لاریون ترسره کړي.