غزه کښې یو فلسطینی ځوان شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68266-غزه_کښې_یو_فلسطینی_ځوان_شهید_شو
په غزه کښې یو فلسطیني ځوان د صهیونیسټي رژیم د پوځ په حمله کښې شهید شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2018 13:17 Asia/Kabul
  • غزه کښې یو فلسطینی ځوان شهید شو

په غزه کښې یو فلسطیني ځوان د صهیونیسټي رژیم د پوځ په حمله کښې شهید شو.

ایرنا د فلسطین د معا خبري آژانس له قوله خبر ورکړی چې د صهیونیسټي رژیم پوځ نن سهار د غزې تړانګې د سویل په خان یونس سیمې حمله وکړه.

په غزې تړانګه کښې د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره وویل: د عمر سمور په نوم  ۳۱ کلن فلسطینی بزګر د خان یونس د شمال په البرکه سیمې باندې د صهیونیسټي رژیم د توپونو په حمله کښې شهید شو.

په عین حال کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د ځمکې د ورځې د ۴۲ کلیزې په مناسبت یوه خبرپاڼه کښې د فلسطین د ولس مختلفې پرګنې د ستنیدو د حق په ستر لاریون کښې پراخ ګډون ته وبلل.