غزه کښې یو فلسطینی ځوان شهید شو
Mar 30, 2018 13:17 Asia/Kabul
په غزه کښې یو فلسطیني ځوان د صهیونیسټي رژیم د پوځ په حمله کښې شهید شو.
ایرنا د فلسطین د معا خبري آژانس له قوله خبر ورکړی چې د صهیونیسټي رژیم پوځ نن سهار د غزې تړانګې د سویل په خان یونس سیمې حمله وکړه.
په غزې تړانګه کښې د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره وویل: د عمر سمور په نوم ۳۱ کلن فلسطینی بزګر د خان یونس د شمال په البرکه سیمې باندې د صهیونیسټي رژیم د توپونو په حمله کښې شهید شو.
په عین حال کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د ځمکې د ورځې د ۴۲ کلیزې په مناسبت یوه خبرپاڼه کښې د فلسطین د ولس مختلفې پرګنې د ستنیدو د حق په ستر لاریون کښې پراخ ګډون ته وبلل.
ټیګونه