فلسطینیانو د ځمکې د ورځې پراخ لاریون پیل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68270-فلسطینیانو_د_ځمکې_د_ورځې_پراخ_لاریون_پیل_کړی
د غزې تړانګې اوسیدونکو فلسطینیانو نن یعنې د مارچ په دیرشمه نیټه، د ستنیدو د حق سوله ایز لاریون پیل کړ او له نیواکي فلسطین سره د غزې تړانګې په پولو کښې راغونډ شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2018 13:21 Asia/Kabul
  • فلسطینیانو د ځمکې د ورځې پراخ لاریون پیل کړی

د غزې تړانګې اوسیدونکو فلسطینیانو نن یعنې د مارچ په دیرشمه نیټه، د ستنیدو د حق سوله ایز لاریون پیل کړ او له نیواکي فلسطین سره د غزې تړانګې په پولو کښې راغونډ شول.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې فلسطینیان په دې ولسي لاریون کښې هڅه کوي چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا په ۱۹۴ پریکړه لیک ټینګار وکړي، په هغه پریکړه لیک چې په یولسم بند کښې یې خپل وطن ته د فلسطیني کډوالو د ستنیدو حق ته اشاره شوې ده.

دا لاریون د اسرائیلو په نامه د ۱۹۴۸ کال له نیواکي ټاټوبي څخه د غزې تړانګې د بیلونکي سرحدي حصار په لور ترسره کیږي.

د غزې خلکو له څو ورځې مخکښې نه د لاریو په لارو کښې د خیمو په لګولو سره ځانونه دې سترې پیښې ته تیار کړي دي.

له بلې خوا د فلسطین د روغتیا او درملنې وزارت نن د جبالیا، رفح او البریج سیمو په ختیځو برخو کښې د صهیونیسټو پوځیانو د ډزو له امله د دریو فلسطیني ځوانانو د زخمي کیدو خبر ورکړ.

المنار ټي وي چینل رپورټ ورکړی چې صهیونیسټو پوځیانو د مظاهره چیانو د تیت پرکولو لپاره د غزې په شمال کښې لوږجن او غږیز بمونه کارولي دي.

اسرائیلي پوځ د خان یونس په ختیځ کښې هم پر فلسطیني ځوانانو اوښلن ګیس وپاشه.