مقاومت په صهيونېسټانو باندې د فلسطينيانو د کاميابۍ يوازېنۍ لار ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68542-مقاومت_په_صهيونېسټانو_باندې_د_فلسطينيانو_د_کاميابۍ_يوازېنۍ_لار_ده
د ايران د اسلامي تبليغاتو د غږملتيا شورا د صهيونېسټانو په لاسو د فلسطينيانو د بې رحمانه قتل عام په غندلو سره مقاومت په ترهه ګرو صهيونېسټانو باندې د فلسطينيانو د کاميابۍ يوازېنۍ لار وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2018 13:54 Asia/Kabul
  • مقاومت په صهيونېسټانو باندې د فلسطينيانو د کاميابۍ يوازېنۍ لار ده

د ايران د اسلامي تبليغاتو د غږملتيا شورا د صهيونېسټانو په لاسو د فلسطينيانو د بې رحمانه قتل عام په غندلو سره مقاومت په ترهه ګرو صهيونېسټانو باندې د فلسطينيانو د کاميابۍ يوازېنۍ لار وبلله.

د غزې تړانګې اوسېدونکو فلسطينيانو د تېرې جُمعې په ورځ چې د زمکې له ورځ سره برابره وه له نيواکي فلسطين سره د غزې د تړانګې په پوله کښې د ستنېدو حق ترعنوان لاندې ستر او سوله ايز لاريون وکړ چې په دغه لاريون باندې د صهيونېسټي فوځيانو په حملې سره اولس فلسطينيان شهيدان او له يو زر نهه سوه نور ژوبل شول.

د ايران د اسلامي تبليغاتو د غږملتيا شورا نن د يوې بيانې په جاري کولو سره وويل: د فلسطيني شهيدانو پاکې او په ناحقه بهېدلې وينې به د قدس شريف لپاره ازادي او ستره کاميابي رامنځته کړي.

دغې بيانيې د بشري حقوقو د ټولنې په خاموشۍ باندې په نيوکې سره په خپلو زمکو باندې د فلسطينيانو د واکمنۍ په حق سره د نړۍ د ټولو پتياليو او ازادي غوښتونکو د عملي اقدام او صهيونېسټانو سره د جدي مقابلې غوښتنه وکړه.

دغې شورا همدارنګ زر تر زره د فلسطين د نيواکي زمکو او قدس شريف د ازادولو او خپل پلارني ټاټوبي ته د فلسطيني کډوالو د ستنېدو  غوښتنه وکړه.