صهیونیسټو پوځیانو پرون بیا اته فلسطینیان شهیدان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68670-صهیونیسټو_پوځیانو_پرون_بیا_اته_فلسطینیان_شهیدان_کړل
د فلسطین روغتیا وزارت بیګا په غزه کښې د ستنیدو د حق د لاریون په اتمه ورځ د صهیونیسټانو د رسا ډزو له امله د اتو فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2018 03:02 Asia/Kabul
  • صهیونیسټو پوځیانو پرون بیا اته فلسطینیان شهیدان کړل

د فلسطین روغتیا وزارت بیګا په غزه کښې د ستنیدو د حق د لاریون په اتمه ورځ د صهیونیسټانو د رسا ډزو له امله د اتو فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې د فلسطین د روغتیا وزارت د اعلان له مخې په غزې تړانګه کښې په پروني لاریون کښې همداشان ۱۰۷۰ فلسطینیان هم زخمي شوي دي.

په غزه کښې اوسیدونکو فلسطینیانو د ستنید د حق د لاریون په اتمه ورځ چې د مارچ له دیرشمې نیټې څخه د ځمکې د ورځې په مناسبت پیل شوی، خپل ټاټوبي ته د ستنیدو په حق ټینګار وکړ.

په دې تیرو اتو ورځو کښې تراوسه ۲۷ فلسطینیان د اسرائیلي پوځیانو په ډزو شهیدان شوي او له دوه نیمو زرو زیات زخمي شوي دي.

د ویلو ده چې د تیرې اونۍ د جمعې په ورځ یعنې د مارچ په دیرشمه نیټه زرګونه فلسطینیانه د ځمکې د ورځې په ۴۲ کلیزه، د ستنیدو د حق په سوله ایزو مظاهرو کښې له نیواکي ټاټوبي سره د غزې تړانګه د سرحدي سیمې په لور روان شو خو د اسرائیلي پوځیانو له حملې سره مخ شول. په دغه ورځ لږترلږه ۱۷ فلسطینیان شهیدان شو او څه باندې څلور سوه زخمي شوي وو.

د اسلامی ایران په شمول د نړۍ ډیرو هیوادونو او نړیوالو ارګانونو د صهیونیسټانو دا جنایتونه غندلي دي.