نړیواله ټولنه باید د امریکا د ویټو مخه ونیسی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68726-نړیواله_ټولنه_باید_د_امریکا_د_ویټو_مخه_ونیسی
ایرنا خبری اژانس وایی د فلسطین دبهرنیو چارو وزارت بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو په اړه د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا د ویټو(Veto) دشنډولو لپاره دنوی مکانیزم هڅه وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2018 23:53 Asia/Kabul
  • امریکا د فلسطین د خلکو پرضد داسرائیلو د جنایتونو او د نیواکګرۍ اصلي ملاتړي ده .
    امریکا د فلسطین د خلکو پرضد داسرائیلو د جنایتونو او د نیواکګرۍ اصلي ملاتړي ده .

ایرنا خبری اژانس وایی د فلسطین دبهرنیو چارو وزارت بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو په اړه د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا د ویټو(Veto) دشنډولو لپاره دنوی مکانیزم هڅه وکړی .

په دغه بیانیې کښې ویل شوی که چیري  نړیواله ټولنه د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا له ویټو سره د مقابلې لپاره لاره چاره پیدا نکړی دغه شورا به له نیواکګرانو د امریکا د ړانده پلویتوب د خدمت  په یوه(۱) اوزار بدله شی .

دفلسطین د بهرنیو چارو وزارت  دغزې تړانګې  په باره کښې دامنیت شورا د مطبوعاتی بیانیې پرضد د امریکا د تیرې شپې د ویټو په غندلو سره وویل د نیواکګرانو په وړاندې د امریکا له پلویتوب ډک دریځونه دهدفمند ملاتړ او په هغو جنایتونو د برغولی د کیښودلو ښودنه کوی چې صهیونیسټانو په غزې تړانګې کښې دبیرته ستنیدا  د حق په ستر لاریون کښې دفلسطین د مظلومو خلکو پرضد ترسره کړی دی  .

امریکا په تیرې جمعې شپې د دوهم(۲) ځل لپاره په تیرو څو ورځو کښې دملګروملتونو په امنیت شورا کښې د کویت د وړاندیزی پریکړه لیک چې په غزې تړانګې کښې د مظاهره چیانو پرضد دصهیونیسټ رژیم  تاوتریخوالی یې غندلی دی  مخه ونیوله .

امریکا د فلسطین د خلکو پرضد داسرائیلو د جنایتونو او د نیواکګرۍ اصلی ملاتړی ده .

په تیرو اتو(۸) ورځو کښې اسرائیلو د فلسطین نهویشت(۲۹) ښاریز په ډزو شهیدان کړی او څه دپاسه درې زره (۳۰۰)نور یې ژوبل کړی دی .