دمشق له حقیقت لټونکې کمیټې سره پوره ملګرتیا ته چمتو دی
Apr 16, 2018 16:11 Asia/Kabul
د سوریې مرستیال خارجه وزیر وویل: دمشق د کیمیاوي وسلو د استعمال په لړ کښې تحقیقاتو لپاره سوریې ته له لیږل شوې حقیقت لټونکې کمیټې سره هراړخیزې ملګرتیا ته چمتو دی.
مهر د سیرین نیوز ایجنسي له قوله خبر ورکړی چې فیصل المقداد نن وویل: دغه کمیټه درې ورځې مخکښې سوریې ته رارسیدلې ده څو په ادعايي سیمو کښې د کیمیاوي وسلو د کارول کیدو په هکله تحقیق وکړي.
هغه زیاته کړه چې تراوسه دمشق د دغې کمیټې له غړو سره ګڼې غونډې کړې دي او د دوه اړخیزې ملګرتیا د لاروچارو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې او ټینګار یې کړی چې د تحقیقاتو د بهیر د اسانتیا په لړ کښې پوره چمتو دی.
ټیګونه