دعربانو دسرمشریزې اعلامیه دفلسطینیانود غوښتنې ځواب نه ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i69428-دعربانو_دسرمشریزې_اعلامیه_دفلسطینیانود_غوښتنې_ځواب_نه_ورکوی
محمود الزهار له اسرائیلو سره د سعودی عربستان او دنورو عربو ریمونو داړیکو په عادی کیدا د خواشینۍ په ښودلو سره وئیلی دی ، دغه دریځونه په داسې شرائطو کې دی ، چې ټول د : پیړۍ د معاملې : په نامې سره له امریکائی پلان سره د سعودی عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز په پخلا کیدا خبر دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 18, 2018 11:29 Asia/Kabul
  • دعربانو دسرمشریزې اعلامیه دفلسطینیانود غوښتنې ځواب نه ورکوی

محمود الزهار له اسرائیلو سره د سعودی عربستان او دنورو عربو ریمونو داړیکو په عادی کیدا د خواشینۍ په ښودلو سره وئیلی دی ، دغه دریځونه په داسې شرائطو کې دی ، چې ټول د : پیړۍ د معاملې : په نامې سره له امریکائی پلان سره د سعودی عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز په پخلا کیدا خبر دی .

دفلسطین د اسلامی مقاومت  غورځنګ  حماس یوه مشر  محمود الزهار په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی ، د  عربستان  په ظهران کې د  عربانو  دسرمشریزې په پایزې اعلامیې کې  د  سپیڅلتیاؤ ،عقایدو، ټاټوبی  او  انسان پشمول  د  درستو ملتونو د اصولو په توګه د  فلسطین  د ملت په ثابتو اصولو  سترګې پټې  شوی دی . 

 د عربی اتحادئې  نهه  ویشتمه سرمشریزه  د یکشنبې په ورځې  د عربستان  پّ ختیځ ظهران کې ترسره شوی ده .

  محمود الزهار    دعربی اتحادئې په دغې سرمشریزې کې  د فلسینیانو  دغوښتنو  نه پوره کیدا ته په اشارې سره  وئیلی دی ،  فلسطین ته دبیرته ستنیدا  دحق ،  او دنیواکګرو دشړلو  او دغه راز د قدس  د آزادۍ  له حق سره  په ارتباط کې   دهغو په غوښتنو سترګو پټول  د فلسطین    د موضوع په حذفیدو کې د عربستان د سپیرۀ رول بیانولو ښودنه کوی . 

 الزهار  همداراز  له اسرائیلو سره د سعودی عربستان او دنورو عربو ریمونو داړیکو   په عادی کیدا د خواشینۍ  په ښودلو سره  وئیلی دی ، دغه دریځونه په  داسې شرائطو کې دی ، چې  ټول  د  : پیړۍ  د معاملې : په نامې سره  له امریکائی پلان سره د سعودی عربستان د پاچا  ملک سلمان بن عبدالعزیز   په  پخلا کیدا  خبر دی .