يمنيانو بيا د سعودي آرامکو تيلي تاسيسات په توغنديو وويشتل
يمني ځواکونو د سعودي په جيزان کښې د آرامکو تيلي تاسيساتو په لور بدر يو نومې دوو بالېسټک توغنديو د توغولو خبر ورکړ.
د دغې توغنده اي حملې د احتمالي زيانونو او تفصيلاتو رپوټ لا نه دے خپور شوے.
مهر خبري اژانس د المسيره په نقل سره وويل، د يمن د فوځ او انصارا... ولسي ځواکونو نننۍ توغنده اي حمله د دغه هېواد په حجه سيمه کښې د وادۀ په مراسمو د سعودي د جنګي الوتکو د پرونيو حملو په ځواب کښې وشوه.
له بلې خوا د تعز صوبې په لويديځ کښې د سعودي ګوډاګيو ځواکونو په سنګرونو د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو په حملو کښې يو شمېر سعودي ګوډاګي ځواکونه هلاک او ژوبل شول.
د يمن د جنوب په البيضا صوبه کښې هم د يمن فوځي او ولسي ځواکونو په الزاهر محاذ کښې د سعودي تالي څټو سنګرونه وويشتل او له هغوي څخه يې يو شمېر په هلاکت ورسول.