صالح الصماد د یمن یو سوله غواړی شخصیت ؤ
دیمن په چارو کې دملګروملتو ځانګړی استازی مارتین ګریفیس د یمن د انصار ا.... ولسی غورځنګ د سیاسی شورا د نړیوالو چارو له مسئول حسین العزی سره په ټیلیفونی تماس کې له صالح الصماد سره د هغه وروستۍکتنې ته په اشارې سره وئیلی دی ، په هغې کتنې کې مو احساس کړې وه چې الصماد یو سوله غواړی او امن غواړی شخصیّت دی ،
مهر خبری آژانس د المینار ټیلیویژنی چینل له قوله راپورورکړ
دیمن د لوړې سیاسی شورا مشر صالح الصماد داپریل په نولسمه نیټه د یمن په لویدیځ کې په الحدیده ولایت کې د آل سعود رژیم د جنګی الوتکو په بې آمانه بمباریو کې ټپی شوی ؤ خو څو ورځې وروسته دسختو ټپونو له امله شهید شو .
په عین حال کې د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام عمان ته د خپلې پناه غوښتنې په باب خپرې شوی آوازې دروغ بللی او وئیلی ئې دی ، دغه پروپیګنډې د صالح الصماد له ترور وروسته د یمن د دښمنانو دماتې ښودنه کوی .