د عراق پارلیمانی انتخابات پیل شول
د عراق دغه پارلیمانی انتخابات له داعش وروسته لومړنی انتخابات دی چی پکې د رایو ورکولو په شرایطو برابر ۲۴ میلیون کسان له کابو اوه زره کاندیدانو د پارلیمان لپاره ۳۲۹ کسان خوښوی .
د العالم چینل له راپور سره سم د رایو په مرکزونو کې د خلکو له شتون سره په یو وخت د عراق چارواکو هم صندوقونو ته خپلې راې واچولې .دعراق د لومړی وزیر حید العبادی اوولسمشرفواد معصوم په شمول عراقی چارواکو هم خپلې په لومړیو ساعتونو کې د رایو اچولو په مرکزونو کې په شتون خپلې رای واچولې .
د عراق د پارلیمان مشر سلیم الجبوری چی د ایاد علاوی په مشرۍ د الوطنیه په سنی ایتلاف سره د عراق له نورو کاندیدانو او سیاسی ډلو سره سیالۍ کوی ، د رای اچولو په مرکز کې حاضر شو او د سالمو او شفافو انتخاباتو د ترسره کیدا په ضرورت یې ټینګار وکړ .
د عراق د ولسمشر مرستیال نوری المالکی چی د قانون دولت ایتلاف مشر دی د رایو په یوه مرکز کې خپله رایه واچوله او ویې ویل د انتخاباتو د نتیجود بدلولو لپاره د ځینو لورو له هلو ځلو سره سره په رایو اچولو کې مشارکت بوه شرعی او اخلاقی دنده وبلله .
د عراق د کردستان سیمې لومړی وزیر نچیروان بارزانی هم د رایو اچولو په یوه مرکز کې په شتون سره په انتخاباتو کې ګډون وکړ او له کردانو یې وغوښتل چی له موجود فرصته استفاده وکړی .
د عراق دغه پارلیمانی انتخابات له داعش وروسته لومړنی انتخابات دی چی پکې د رایو ورکولو په شرایطو برابر ۲۴ میلیون کسان له کابو اوه زره کاندیدانو د پارلیمان لپاره ۳۲۹ کسان خوښوی .
د عراق د انتخاباتو د قانون پر اساس پارلیمان د عراق د ولسمشر او لومړی وزیر د غوره کولو او وزیرانو ته د باور رای ورکولو مسول دی .