د مقاومت محور تکفيري ،اسرائيلي او آمريکائي پلان ته ماتې ورکړه
د لبنان د حزب الله د مشرمرستيال له صهيونېسټ رژيم څخه د امريکي او لويديځ بې دريغه ملاتړ ته په اشارې سره وويل: د مقاومت محور په سيمه کښې تکفيري- اسرائيلي او امريکائي پلان ته ماتې ورکړه.
د الميادين چېنل به نقل سره د مهر خبري اژانس د رپوټ له مخې شېخ نعيم قاسم پرون وويل: له نړيوال امنيت څخه د ملاتړ پ ادعا سره حزب ا... ترهه ګر بولي او په خلاف يې اقتصادي سزاګانې عملي کيږي په داسې حال کښې چې حزب ا... د لبنان دملت د ټاټوبي د ازادۍ او کرامت په لړ کښې کوشش کوی او د لبنان او فلسطين د ملت ملاتړے دے.
نعيم قاسم د ډېموکرېسۍ او ازادۍ په زمينه کښې د امريکې حرکت او په عېن حال کښې د صهيونېسټ رژيم له جنايتونو څخه ملاتړ ته اشاره وکړه او وې ويل: سعوديان هم د يمن په خلاف جنګ سره د يمن له ملت څخه د ملاتړ ادعا کوي په داسې حال کښې چې هغوي ښځې، ماشومان او بوډاګان وژني او کورونه ورته ورانوي.
د لبنان د حزب الله د مشر مرستيال همدارنګ د لبنان کورنيو حالاتو ته په اشارې سره د لبنان په حکومت کښې د حزب الله له مخکې نه د زيات فعاله شتون خبرو ورکړ او زياته يې کړه، تر هغه وخته چې د فلسطين ملت په ډګر کښې شتون لري د صهيونېسټ رژيم لپاره به څخه ارامښت نه وي.