په باچائي ماڼۍ کښې ډزو بن سلمان ويرولے دے
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i72512-په_باچائي_ماڼۍ_کښې_ډزو_بن_سلمان_ويرولے_دے
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د تېر اپرېل په ۲۱ نېټه په الخزامي سيمه کښې له ډزو وروسته سخت ويرېدلے دے او دغې مسئلې د هغه په فېصلو اثر کړے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2018 00:59 Asia/Kabul
  • په باچائي ماڼۍ کښې ډزو بن سلمان ويرولے دے

د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د تېر اپرېل په ۲۱ نېټه په الخزامي سيمه کښې له ډزو وروسته سخت ويرېدلے دے او دغې مسئلې د هغه په فېصلو اثر کړے دے.

رائ اليوم ورځپاڼې پرون د لويديځو سرچينو له قوله وليکل، دغو سرچينو محمد بن سلمان ته نصيحت کړے دے چې په عامه او څرګندو ځايونو کښې له راڅرګندېدو دې ډډه وکړي او د خپل سره د ساتنې په خاطر دې تحريکونکې فېصلې بندې کړي تر هغه وخته چې په رسمي توګه باچا غوره شي.

يو کس چې د سعودي د باچائي کورنۍ له مسائلو سره آشنا دے په رياض کښې په باچائي دربار له حملې وروسته وائي محمد بن سلمان سخت ويرېدلے دے.

خبري سرچينو رپوټ ورکړ په رياض کښې باچائي دربار د وسله والو کسانو او چاودېدونکي مواد لرونکې ډرون الوتکې په ذريعې او د محمد بن سلمان او د هغه د ملګرو د وژلو په هدف سره د حملې هدف ګرځېدلے دے.

تر اوسه د دغو عملياتو د ترسره کېدو څه رنګوالے معلوم شوے نه دے خو په رياض کښې د باچائي خاندان له مسائلو يوې باخبرې سرچينې تاکيد کړے دے چې په الخزامي کښې د ډزو عمليات د سياسي مقاصدو او د حاکميت په دائره کښې ترسره شول او عامه عمليات نه وو.

لويديځه سرچينه په دې اړه وائي د سعودي وليعهد له دغې حملې څخه چې نجات ترې سخت ؤ وکړې بچ پاتے شو خو اوس ډېر ويرېدلے دے ځکه چې دا تصور يې هم نه شو کولے چې په باچائي ماڼۍ به حمله کيږي.

د ويلو ده چې له دې مخکې د بن سلمان د مرګ يا سخت ژوبلېدو خبرونه هم خپارۀ شوي وو.