امریکایان له هغه ایرانه ویره لری چې داسرائیلو دناکامولوتوان لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i72572-امریکایان_له_هغه_ایرانه_ویره_لری_چې_داسرائیلو_دناکامولوتوان_لری
د لبنان دپارلیمان مشر نبی بری هم دغو دستورو ته پخپل پیغام کې د امریکا او صهونیسټ رژیم د هرډول حماقت په وړاندې د خپلو دفاعی توانمنیو دزیاتولو لپاره دایران هڅې ته په اشارې سره ټینګار کړی ، ایران تل داسرائیلو اونورو ترهه ګرو ډلو په وړاندې د لبنان د ولس له میړنی مقاومته ملاتړ کړی او د نیواکګر رژیم په ناکامولو کې د مقاومت د چورلیز او ولس او پوځ په بریالیتوب کې شریک دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2018 13:59 Asia/Kabul
  • امریکایان له هغه ایرانه ویره لری چې داسرائیلو دناکامولوتوان لری

د لبنان دپارلیمان مشر نبی بری هم دغو دستورو ته پخپل پیغام کې د امریکا او صهونیسټ رژیم د هرډول حماقت په وړاندې د خپلو دفاعی توانمنیو دزیاتولو لپاره دایران هڅې ته په اشارې سره ټینګار کړی ، ایران تل داسرائیلو اونورو ترهه ګرو ډلو په وړاندې د لبنان د ولس له میړنی مقاومته ملاتړ کړی او د نیواکګر رژیم په ناکامولو کې د مقاومت د چورلیز او ولس او پوځ په بریالیتوب کې شریک دی .

زمونږخبریال راپورراکړ د  لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ د عمومی منشی  مرستیال  شیخ نعیم قاسم  دایران  په ضد دامریکا دبندیزونو دلګولو  هڅې ته په اشارې سره  روښانه کړې ، امریکایان  نه غواړی ،  اسلامی ایران  دسیمې له ملتونو دفاع وکړی ، ځکه دوی   له  هغه ایرانه ویره اووحشت لری ، چې  داسرائیلو  د  ناکامولو توان لری .

شیخ نعیم قاسم   بیګا  په بیروت کې د حضرت اما م خمینی د رحلت  د نهه ویشتمې کلیزې  په مناسبت په یولړ دستورو کې  روښانه کړې ، که قدس آزاد شی ، نو انسانیّت او نړۍ  آزادیږی  او  په دې اساس وه چې  حضرت امام خمینی  د قدس ورځ  نړیواله ورځ نومولې  .

  په دغو دستورو کې د  دمقاومت د عالمانو دنړیوالې ټولنې مشر شیخ ماهر حمود  هم  په فلسطین ، عراق ، سورئې اواسلامی نړۍ کې  دایران د اسلامی جمهوریت   له دریځونو  چې  تل  د نړۍ د  مظلومو او مستضعفو ترڅنګ   ولاړ دی ، قدرونه وکړه .  د لبنان دپارلیمان مشر نبی بری  هم    دغو دستورو ته پخپل پیغام کې  د امریکا او صهونیسټ رژیم د  هرډول حماقت  په وړاندې  د خپلو دفاعی توانمنیو  دزیاتولو لپاره  دایران هڅې ته په اشارې سره  ټینګار کړی ، ایران تل   داسرائیلو اونورو ترهه ګرو ډلو   په وړاندې  د لبنان د ولس  له میړنی مقاومته  ملاتړ کړی او  د نیواکګر رژیم  په ناکامولو کې د مقاومت د چورلیز او ولس او پوځ په بریالیتوب کې  شریک دی .