بغداد بيا ترهه ګريزې چاودنې ولړزوۀ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i72662-بغداد_بيا_ترهه_ګريزې_چاودنې_ولړزوۀ
په بغداد کښې د بم چاودنې له امله يو کس مړ او پينځه نور ژوبل شول. د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې دغه چاودنه بېګا د بغداد په شمال ختيځ کښې له يو بازار سره نزدې رامنځته شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2018 00:46 Asia/Kabul
  • بغداد بيا ترهه ګريزې چاودنې ولړزوۀ

په بغداد کښې د بم چاودنې له امله يو کس مړ او پينځه نور ژوبل شول. د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې دغه چاودنه بېګا د بغداد په شمال ختيځ کښې له يو بازار سره نزدې رامنځته شوه.

له دغې چاودنې وروسته د عراق امنيتي او امدادي ځواکونو سيمې ته ځانونه ورسول او د امنيتي تدابيرو د ټينګولو تر څنګه کښې د ژوبلو کسانو په مرستې لاس پورې کړ.

په عراق کښې د داعش ترهه ګرې دلې د ماتې باوجود اوس هم د دغې ترهه ګرې دلې ځينې غړي د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې شتون لري او په تيت پرکه توګه ترهه ګريز اقدامات کوي.

داعش تکفيري دلې په ۲۰۱۴ کال کښې دامريکې او د هغې د لويديځو او عربو انډيوالانو منجمله د سعودي عرب په مالي او فوځي ملاتړونو سره په عراق باندې په حملې سره د دغه هېواد د شمالي او لويديځي سيمو پراخې برخې قبضه کړې او بې شمېره جنايتونه او جرمونه يې ترسره کړل. له دې وروسته عراق له ايرانه وغوښتل چې له ترهه ګرو سره په مبارزه کښې دې له بغداد سره مرسته وکړي.

عراقي فوځي او ولسي ځواکونو د ايران د اسلامي جمهوريت د صلاح کارانو په مرستې سره د تېر ۲۰۱۷ ميلادي کال د نومبر په ۱۷ نېټه د عراق د الانبار صوبې راوه ښار چې په دغه هېواد کښې د داعش ترهه ګرې ډلې وروستۍ اډه وه ازاد کړ او د دغه ښار په ازادېدو سره په عراق کښې د داعش کار عملاً تمام شو.