د سعودي په فوځي اډو د يمنيانو توغنده اي حمله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73010-د_سعودي_په_فوځي_اډو_د_يمنيانو_توغنده_اي_حمله
د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو توغنده اي يونټ بېګا د سعودي په جنوب کښې د دغه هېواد فوځي اډې په توغنديو سره وويشتې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2018 14:05 Asia/Kabul
  • د سعودي په فوځي اډو د يمنيانو توغنده اي حمله

د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو توغنده اي يونټ بېګا د سعودي په جنوب کښې د دغه هېواد فوځي اډې په توغنديو سره وويشتې.

د يمن السميره خبري چېنل د رپوټ له مخې د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو توغنده اي يونټ په نجران او خميس مشيط  سيمو کښې د سعودي دوه فوځي اډې په بالېسټک توغنديو سره وويشتې. چې د احتمالي مال او سر تاوانونو رپوت تر اوسه نه دے خپور شوے.

له  دې مخکې د يمن د فوځ وياند جنرل شرف لقمان تاکيد کړے ؤ چې د سعودي تيري ګرو سنګرونه او همدارنګ اقتصادي تاسيسات به تر هغه وخته چې د يمن په خلاف يې محاصره او تيرے دوام ولري د يمنيانو د توغنديو هدف ګرځي.

د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو دفاعي قوت د ال سعودي رژيم لخوا د دغه هېواد د هر اړخيزې محاصرې باوجود ورځ په ورځ د زياتېدو په حال کښې دے.

سعودی عربستان او ځینو نورو عربو هیوادونو د امریکې، اسرائیلو او انګلستان په ملاتړ او حکم سره د تیر میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې دیمن دخلکو پرضد حملې شروع کړی چې اوس هم دوام لری او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړه او ژوبل شوی او دهیواد روغتونونه ، ښوونځی ، بیخ بنایی تاسیستات او د خلکو کورونه تباه کړې شوی دی .

او همدارنګ  يې يمنيان له زمکنۍ، سمندري او هوائي لارو محاصره کړي دي چې د يمن مظلوم خلق يې له سختو خوراکي او درملي کمښتونو او د وبا په شمول له ډول ډول بيماريو سره مخامخ کړي دي.