اسماعيل هنيه: د قدس په خلاف ټولې منصوبې به ناکامې شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73018-اسماعيل_هنيه_د_قدس_په_خلاف_ټولې_منصوبې_به_ناکامې_شي
د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سياسي دفتر مشر تاکيد وکړ، د فلسطينيانو د ستنېدو حق نومې مظاهرو له صهيونېزم سره په مقابله کښې د اردادې کاميابي څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2018 15:22 Asia/Kabul
  • اسماعيل هنيه: د قدس په خلاف ټولې منصوبې به ناکامې شي

د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سياسي دفتر مشر تاکيد وکړ، د فلسطينيانو د ستنېدو حق نومې مظاهرو له صهيونېزم سره په مقابله کښې د اردادې کاميابي څرګنده کړه.

د مهر خبري اژانس د رپوټ له مخې اسماعيل هنيه وويل: د ستنېدو د حق مظاهرې د بصيرت په مېدان کښې د کاميابۍ ښودنه کوي او دغو مظاهرو خپل هېواد ته د فلسطينيانو د ستنېدو حق او د فلسطين مسئله راژوندۍ کړه.

اسماعيل هنيه له العالم چېنل سره په مرکه کښې وويل: د قدس د نړيوالې ورځې نمانځل  په  دې خبرې تاکيد دے چې ټولې معاملې او منصوبې چې هدف يې له فلسطينيانو، عربو او مسلمانانو څخه د قدس شريف اخېستل دي ماتې وخوري او د عربو او مسلمانو ملتونو تګ به د قدس شريُ او مسجدالاقصي پو لوري وي.