د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د حماس غورځنګ یوشمیر غړي ونیول
Jun 18, 2018 03:41 Asia/Kabul
د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ (حماس) شل غړي ونیول.
د فرانس پریس د خبر له مخې د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو په لاس په نیول شویو د حماس په دې شلو غړو کښې زیاتره د لویدیځې غړې په شمال کښې د نابلس ښار اوسیدونکي دي.
صهیونیسټي پوځیان تل په چټي پلمو فلسطینیان نیسي او جیلونو ته یې لیږي.
نن سبا څه باندې اووه زره فلسطینیان د صهیونیسټي رژيم په جیلونو کښې په ډیرو بدو شرایطو کښې بندیوان دي.
ټیګونه