العبادی او صدر د ایتلاف اعلان وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73874-العبادی_او_صدر_د_ایتلاف_اعلان_وکړ
العبادی او صدر په عین حال کی ټینګار کړی چی د دغه ایتلاف جوړیدا له هغو ایتلافونو سره چی هر یو پکې مخکې له نورو ایتلافونو سره په جلا توګه شوی ، کوم مغایرت او په تضاد کی ندې او دا ټول ایتلافونو په یوه لړ کی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2018 02:12 Asia/Kabul
  •  العبادی او صدر د ایتلاف اعلان وکړ

العبادی او صدر په عین حال کی ټینګار کړی چی د دغه ایتلاف جوړیدا له هغو ایتلافونو سره چی هر یو پکې مخکې له نورو ایتلافونو سره په جلا توګه شوی ، کوم مغایرت او په تضاد کی ندې او دا ټول ایتلافونو په یوه لړ کی دی .

 

د عراق لومړی وزیر حیدر العبادی  او د سایرون ایتلاف مشر مقتدا صدر د ایتلاف اعلان وکړ .

د ایرنا له راپور سره سم دغه ایتلاف   د عراق په پارلیمان کی د اکثریت ایتلاف د جوړولو لپاره د عراق د سیاسی مشرانو د وروستیو اونیو د هڅې په چوکاټ او  نجف ته د العبادی په سفر او له مقتدا صدر سره په کتنه کی ترسره شوی دی .

العبادی او صدر په عین حال کی ټینګار کړی چی د دغه ایتلاف جوړیدا  له هغو ایتلافونو سره چی  هر یو پکې مخکې له نورو ایتلافونو سره په جلا توګه شوی ، کوم مغایرت او په تضاد کی ندې او دا ټول ایتلافونو په یوه لړ کی دی .

له دې مخکې د سایرون او الفتح ایتلافونو او له هغه مخکې سایرون ، حکمت او الوطنیه ایتلافونو د ستر ایتلاف د جوړولو لپاره  د ایتلاف اعلان کړی دی .