یمنیانو د سعودی ایتلاف په استخباراتی مرکز حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74502-یمنیانو_د_سعودی_ایتلاف_په_استخباراتی_مرکز_حمله_وکړه
د یمن د پوځ د بې پایلیټه الوتکو یونټ او ولسی کمیټیو د تیر زیارت په ورځ هم اعلان کړی وو چی د عدن د البریقه په اډه کی یې د سعودی ایتلاف د قومانداني په مرکز بمباری کړی ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2018 01:33 Asia/Kabul
  • یمنیانو د سعودی ایتلاف په استخباراتی مرکز حمله وکړه

د یمن د پوځ د بې پایلیټه الوتکو یونټ او ولسی کمیټیو د تیر زیارت په ورځ هم اعلان کړی وو چی د عدن د البریقه په اډه کی یې د سعودی ایتلاف د قومانداني په مرکز بمباری کړی ده

 

د ایرنا له راپور سره سم د یمن د پوځ بې پایلیټه الوتکو یونټ او ولسی کمیټیو د یمن د لویدیځ په ساحل کی د سعودی ایتلاف  په استخباراتی مرکز څو ځله د بې پایلټه الوتکې حمله وکړه . د دغه راپور په اساس دغه حملې بریالی وې او یمنی عسکرو خپل هدفونه ترلاسه کړی دی .

د یمن د پوځ د بې پایلیټه الوتکو یونټ او ولسی کمیټیو د تیر زیارت په ورځ هم اعلان کړی وو چی د عدن د البریقه په اډه کی یې د سعودی ایتلاف د قومانداني په مرکز بمباری کړی ده .

عربستان د امریکا ، اماراتو او څو نورو هیوادونوپه ملاتړ د ۲۰۱۵ میلادی له مارچ میاشتې راهیسې په یمن پوځی تیرې کړی او دغه هیواد یې د مځکې ، هوا او سمندر له لارې کلابند کړی دی . سعودی رژیم او د هغه متحدان تراوسه د یمن د خلکو د مقاومت په دلیل  ندی توانیدلی چی په دغه هیواد کی خپلو هدفونو ته ورسی .