د حج سياسي کولو په وجه له سعودي څخه نړيوال شکايت
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74780-د_حج_سياسي_کولو_په_وجه_له_سعودي_څخه_نړيوال_شکايت
په حرمينو شريفېنو څارونکي نړيوال پلاوي د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا، د ديني او بيان د ازادۍ کمېټۍ او د اروپائي اتحاديې د بشري حقوقو کمېټۍ ته په بيله بيلو ليکونو کښې د حج د سياسي کولو او د ديني او مذهبي ازاديو د محدودولو په وجه له سعودي څخه شکايت وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 17, 2018 14:20 Asia/Kabul
  • د حج سياسي کولو په وجه له سعودي څخه نړيوال شکايت

په حرمينو شريفېنو څارونکي نړيوال پلاوي د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا، د ديني او بيان د ازادۍ کمېټۍ او د اروپائي اتحاديې د بشري حقوقو کمېټۍ ته په بيله بيلو ليکونو کښې د حج د سياسي کولو او د ديني او مذهبي ازاديو د محدودولو په وجه له سعودي څخه شکايت وکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې په حرمينو شريفينو څارونکي نړيوال پلاوي په دغه ليک کشې د سعودي لخوا د حاجيانو د ديني حقوقو د خلاف ورزۍ له زياتېدو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: رياض هم هغه شان د هغو مسلمانو عمره ادا کونکو چې د ټولو اداري مراحلو له تېرېدو وروسته سعودي ته داخل شوي دي نيولو او ستنولو  ته دوام ورکوي او تر اوسه يې د مخالفې عقيدې د لرلو د هغوي له هېوادونو سره د سياسي اختلاف لرلو په وجه د مناسکو له ادا ولو منعې کړي دي.

دغه پلاوي همدارنګ د سعودي لخوا د قطري حج او عمره ادا کونکو د شتون لپاره د شرائطو اعلانول يو ډول سياسي قلنګ غوښتنه وبلله او د حج او عمرې د مناسکو له ادا کولو څخه د مخنيوي په وجه د سعودي لخوا قطري ښاريزو ته د رسېدليو زيانونو د تلافي کولو غوښتنه وکړه.

د سعودي د حج او عمرې وزارت د جون په مياشتې کښې د قطري عمره ادا کونکو لپاره د شرائطو په اړه يوه بيانيه جاري کړه چې د هغې له مخې يوازې هغه قطري حاجيان سږ کال عمره ادا کولې شي چې له دغه هېواده په بهر کښې وي او يوازې د ملک خالد هوائي ډګر له لارې جدې ته داخل شي.

د قطر د بشري حقوقو د ملي کمېټۍ مشر علي بن صميخ المري هم په دې اړه وويل، دوحې د حج د سياسي کولو په وجه له سعوديانو شکايت کړے دے د سعودي په خلاف فوري قانوني اقدامات وشي.