دسوریې عسکرو یوشمیر ټروریسټان هلاک کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76487-دسوریې_عسکرو_یوشمیر_ټروریسټان_هلاک_کړی
زمونږ خبریال وایی د سوریې پوځ په یو لړ عملیاتو کښې دخالد التیبانی چې لقب یې ابو عمر الدمشقی وو په شمول د جبهه النصره یوشمیر ټروریسټان دحماه ولایت د شمال په خوا کښې د الجنابره ښارګی په خوا کښې دپټیدا په وخت هلاک کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2018 08:31 Asia/Kabul
  • دسوریې دشمال لویدیځ سیمې په تیره بیا ترکیې ته نږدې دحلب ولایت شاواخو سیمې او دغه راز ادلب ولایت دترهګرو ډلو او د وسله والو مخالفو وروستي مرکزونه دي .
    دسوریې دشمال لویدیځ سیمې په تیره بیا ترکیې ته نږدې دحلب ولایت شاواخو سیمې او دغه راز ادلب ولایت دترهګرو ډلو او د وسله والو مخالفو وروستي مرکزونه دي .

زمونږ خبریال وایی د سوریې پوځ په یو لړ عملیاتو کښې دخالد التیبانی چې لقب یې ابو عمر الدمشقی وو په شمول د جبهه النصره یوشمیر ټروریسټان دحماه ولایت د شمال په خوا کښې د الجنابره ښارګی په خوا کښې دپټیدا په وخت هلاک کړل .

د سوریې پوځ پرون هم د المصاصنه ښارګی په خوا کښې د کتاب العزه ډلې په ترهګرو حمله کړې وه .

له بلې خوا د سوریې دحکومت د یوې وسله والې  مخالفې ډلې یعنی د سوریې دازاد پوځ د پوځی شورا په نوم ډلې د حلب دشمال په خوا کښې له اخترین ښار څخه د سوریې دحکومت د پلوی کورنیو د ایستلو حکم ورکړ .

د فرات د ډهال په نوم ډله  چې دترکیې د جاسوسۍ ادارو تر څارنې لاندې فعالیت کوی د سوریې اخترین ښار په نیواک کښې لری .

دسوریې دشمال لویدیځ سیمې په تیره بیا ترکیې ته نږدې دحلب ولایت شاواخو سیمې او دغه راز ادلب ولایت دترهګرو ډلو او د وسله والو مخالفو وروستی مرکزونه دی او  د دمشق حکومت ژمنه کړی ده دغه سیمې به زر له ټروریسټانو ازادې کړی .