اسرائیلو دسوریې په لاذقیه برید کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76565-اسرائیلو_دسوریې_په_لاذقیه_برید_کړی
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې پوځ نن سهار وویل د هیواد په شمال لویدیځ کښې په لاذقیه ښار هوایی حمله د اسرائیلو جنګی الوتکو او دلبنان له هوایی حریم څخه شوی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2018 03:00 Asia/Kabul
  • دصهیونیسټ رژيم حملې به د ترهګرۍ دجرړه د ایستلو لپاره د حکومتي عسکرو په ارادې کښې هیڅ خنډ رامینځته نکړي .
    دصهیونیسټ رژيم حملې به د ترهګرۍ دجرړه د ایستلو لپاره د حکومتي عسکرو په ارادې کښې هیڅ خنډ رامینځته نکړي .

ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې پوځ نن سهار وویل د هیواد په شمال لویدیځ کښې په لاذقیه ښار هوایی حمله د اسرائیلو جنګی الوتکو او دلبنان له هوایی حریم څخه شوی ده .

د سوریې پوځ وویل دصهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو په لاذقیه کښې د تحقیقاتی او ټیکنالوژۍ د صنایعو په یوه مرکز حمله کړی ده چې له کبله یې دغه صنعتی مرکز ته یوشمیر تاوانونه رسیدلی او دوه (۲)کسان شهیدان شوی هم دی .

دسوریې پوځ وویل صهیونیسټ رژیم په دغو حملو سره هڅه کوی د جنګ په جبهو کښې د ترهګرو پرضد د سوریې دپوځ له بریالیتوبونو وروسته په ادلب ولایت کښې د ماتی خوړلیو ترهګرو روحیه او مورال لوړی کړی .

دسوریې پوځ په دې خبرې سره چې په لاذقیه حمله په هیواد کښې له ترهګرو ډلو سره د  اسرائیلو دنیغ په نیغه دملاتړ نښه ده  ټینګار وکړ دصهیونیسټ رژیم حملې به د ترهګرۍ دجرړه د ایستلو لپاره د حکومتی عسکرو په ارادې کښې هیڅ خنډ رامینځته نکړی .