د النصره ترهګرې ډلې مهم مشر وژل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77161-د_النصره_ترهګرې_ډلې_مهم_مشر_وژل_شوی_دی
مهر خبری اژانس وایی دسوریې دحکومت مخالفانو ته اړونده سرچینو د ادلب په جنوب لویدیځ کښې النصره ترهګرې ډلې ته د اړونده مشهور پوځی مسول د وژل کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2018 02:55 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې مرستې عربستان امریکا وغیره کوي .
    په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې مرستې عربستان امریکا وغیره کوي .

مهر خبری اژانس وایی دسوریې دحکومت مخالفانو ته اړونده سرچینو د ادلب په جنوب لویدیځ کښې النصره ترهګرې ډلې ته د اړونده مشهور پوځی مسول د وژل کیدا خبر ورکړ .

دغو سرچینو وویل د النصره دترهګرې ډلې د مسول ابو محمد الجولانی امنیتی سلاکار ابو یوسف الجزراوی  چې دسعودی عربستان ښاریز دی د ادلب د جنوب لویدیځ په خوا کښې معرانه کلی ته نږدې د وسله والوکسانو په ډزو ووژل شو .

دسوریې سرچینو هم ویلی دی وروسته له دې چې د ترکیې تر ملاتړ لاندې وسله والو ترهګرو ډلو په شمال کښې په ادلب کښې له یوې حایلې سیمې د خپلو درنو جنګی وسلو او سازوسامان ایستل پیل کړی دی دغه سیمه له لاذقیه رانیولی تر حما ، ادلب او حلب پورې له درنو وسلو په پاکې سیمې بدله شوی ده .