د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو غزه بمباري کړه
Oct 27, 2018 04:11 Asia/Kabul
د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو بیګه غزه د توغندي بریدونو هدف وګرځوله.
فلسطیني سرچینو ویلي چې د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو د غزې تړانګې د شمال په بیت لاهیا او هم د سویل په خان یونس کښې د فلسطیني مقاومت د ځواکونو سنګرونه بمباري کړل.
د صهیونیستي رژيم بې پایلټه الوتکو هم د غزې په سویل ختیځ کښې (کرم ابوسالم) سرحدي لارې ته څیرمه کرهڼیزه ځمکه بمباري کړه.
د دغو بریدونو د سر او مال د تاوان په هکله کره معلومات لا نه دي ترلاسه شوي.
ټیګونه