دفارس خلیج دحوزې په عربو هیوادونوکې له اسرائیلوسره دسازبازنتیجې(ریډیوئی تحلیل)
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77657-دفارس_خلیج_دحوزې_په_عربو_هیوادونوکې_له_اسرائیلوسره_دسازبازنتیجې(ریډیوئی_تحلیل)
له اسرائیلو سره داړیکو په عادی کولوکې د سیمې دځینوعربو هیوادونو سیالۍ او له دغې قافلې د وروسته نه پاتیکیدو لپاره دهغوی هڅه،دسلطان قابوس او نتن یاهو د لیدوکاتو یو دلیل کیدلی شی،چې دغه شان سیالی، به دسیمې دملتونو په تیره بیا د فلسطین د ولس لپاره یولړخطرناکې پائیلې په ځان پسې ولری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2018 12:32 Asia/Kabul
  • دفارس خلیج دحوزې په عربو هیوادونوکې له اسرائیلوسره دسازبازنتیجې(ریډیوئی تحلیل)

له اسرائیلو سره داړیکو په عادی کولوکې د سیمې دځینوعربو هیوادونو سیالۍ او له دغې قافلې د وروسته نه پاتیکیدو لپاره دهغوی هڅه،دسلطان قابوس او نتن یاهو د لیدوکاتو یو دلیل کیدلی شی،چې دغه شان سیالی، به دسیمې دملتونو په تیره بیا د فلسطین د ولس لپاره یولړخطرناکې پائیلې په ځان پسې ولری .

 دعمان حکومت دجمعې په ورځې په مسقط کې دعمان له پاچا  سلطان قابوس سره دصهونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین  نتن یاهو دلیدوکاتوخبر ورکړی دی .

 په دغې کتنې کې دواړو لورو،د  سازباز د بهیر  دپرمختګ په شمول د دوو  اړخیزو او سیمه ایزو موضوعګانو په باب خبرې اترې شوی دی .په مینځنی ختیځ کې دسازباز بهیرچې په ۱۹۹۱کال کې دامریکا اوځینو اروپائی  حکومتونو په لارښونې اوپلانونې سره رابرسیره شوی،یو خطرناک او پیچلی بهیر حسابیږی،چې  موخه ئې،دفلسطنیانو دحقوقو په بشپړ ډول چخڼی کول دی .تر ټولو ورستی ځل چې  یوه صهونیسټی چارواکی عمان ته سفر کړی ؤ، ۱۹۹۶کال ته ورګرځی .په هغه کال کې،شمعون پرز عمان او قطر ته په سفرونو سره په دغو دووهیوادونوکې داسرائیلو دتجارتی نمایندګۍ دفترونه  افتتاح کړی وو.

  دمینځنی ختیځ سیمې یو کارپوه اوتکړه شناندی  حسن شقیر  ټینګار کړی ،   د سیمې په ځینو دوسیو کط د عمان رول ته په پام سره ، باید ووئیل شی ، چې  د  اړیکو د  عادی کونې په بهیر کې  چې  په خواشینۍ سره   دفارس خلیج  عربی هیوادونو  وړاندې کړی،عمان  ته دنتن یاهو سفر په دې وخت کې ناببره ؤ .هغه زیاته  کړې،البته   د صهونیسټ رژیم  زیات شمیر چارواکی،د اُسلو  دتړون  له ترسره کیدا وخت راهسې عمان ته تللی وو،له اسحاق رابین او شمعون پرز  رانیولې تر  زیپی لیونی  پورې او اوس هم شاهد یوو چې  د نتن یاهو سفر  د دغو کړیو  بشپړونکی ؤ .حسن شقیر همداراز په دوام کې وائی،باید په خواشینۍ سره ووئیل شی ، چې  دغه سفر ، له صهونیسټ رژیم سره  دعربی نړۍ په تیره بیا د فارس خلیج د عربوهیوادونو داړیکو  دعادی کولو   دمرحلو یوه ترټولو خطرناکه برخه  ده  او  عمان ته د نتن یاهو  سفر ،د کلتوری  او اطلاعاتی  اړیکو  او دنورو ارتباطاتو  دعادی کولو دمرحلې پیلامه کیدلی شی .

عمان ته د نتن یاهو سفر په داسې حال کې ترسره کیږی ، چې  د  صهونیسټ رژیم  د کلتور اوسپورټی چارو وزیر د تیرې جمعې په ورځې داسرائیلو  له یوه سپورټی پلاوی سره یو ځای،چې په ابوظبئ کې  د جوډو په سیالیو کې  ګډون کوی،اماراتو ته تللی دی .دا په داسې حال کې دی چې  په قطر کې د اسرائیلو د ژمناسټیک  لوبو ټیم  شتون  هم  په ټولنیزوچینلونو کې د  قطروالو پراخ غبرګون ، په ځان پسې درلودلی دی . 

 له اسرائیلو سره داړیکو په عادی کولوکې د سیمې دځینوعربو هیوادونو  سیالۍ او له دغې قافلې د وروسته نه پاتیکیدو لپاره دهغوی هڅه،دسلطان قابوس او نتن یاهو د لیدوکاتو یو دلیل  کیدلی شی،چې دغه شان سیالی، به  دسیمې دملتونو په تیره بیا د فلسطین د ولس لپاره یولړخطرناکې پائیلې  په ځان پسې ولری .په داسې حال کې چې له دې مخکې،له اسرائیلوسره د اړیکو دعادی کولو قضیه،یو ډول نادود کار حسابید، او کرکه ترې کیدله . لکه چې  داسرائیلو د رواوالی په تائیدکې  دعربستا د  ولی عهد محمد بن سلمان  دڅرګندونو،له نتن یاهو د مسقط  د هرکلی ، په قطر او  اماراتو کې د صهونیسټ رژیم  دسپورټی ټیمونو دشتون  په څیر  اقدامات  ښئ چې  له بده مرغه  د :ټرمپ د پیړۍ معامله:  نومې پروژه  په جدیّت سره  دامریکا له خوا تعقیبیږی، څو  انجام ته ئې تر رسولو پورې  ،یعنی  پر عربو هیوادونو  تر سلطې پورې ئې  تعقیب کوی .ډونالډټرمپ  په پیل کې  دامریکا سفارت قدس ته منتقل کړ ، بیا  ورپسې  دفلسطینی  کډوالو   دنامې   د موضوع  په حذفولو شو  او اوس هم  عربی هیوادونه  په یوه بل پسې  دنتن یاهو  هرکلی ته اړباسی او  په حقیقت کې  د  فلسطین په نامې سره  دموضوع حذفیدا هم  په ایجنډا کې لری ،څو د  دغه جعلی رژیم د تاسیس  په اویایمې کلیزې  کې ئې آرشیو ته ولیږدوی .  

     په ټول کې امریکا او صهونیسټ رژیم  په بیلابیلو چلولونو  او هیلو سره  په اسلامی هیوادونو کې  داختلاف په رامینځةکولو او د فلسطین د مظلوم ولس  په اویاؤ کلونو وژلو، تیریو او غصب باندې د سرپوښ په کیښودلو  پسې دی .  په دغه شان فضا کې  باید د سیمې اسلامی هیوادونه  د :پیړۍ د معاملې : په چوکاټ کې  دسپینې ماڼۍ  د دسیسو په وړاندې په هوښیارۍ اوځیرتیا سره ،  په سیمې  کې د نوو مصیبتونو او مشکلاتو د  رامینځةکولو لپاره صهونیسټ رژیم ته، دخوځښت فضا ورنکړی  .له صهونیسټ رژیم سره د  عربو هیوادونو دمناسباتو او اړیکو پراختیا ، په سیمې کې   دهغوی د سلطه غواړی او پراختیا غواړی  خویونو  د لا زیاتولو لپاره  د شنې اشارې  دښودلو  په معنا دی ، چې  له نیله تر فرات پورې  په جغرافیائی  اړخونو ،یعنی د   : دګریټ اسرائیل: نومې  دستر مینځنی ختیځ   دجوړولو په باب  د دغه شان سیاست لمن به  له هر څه زیاته  د فارس خلیج  د حوزې   عربو  هیوادونو  لمن  هم راګیره  کړی .