په غزه کښې یو زخمي فلسطینی شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77692-په_غزه_کښې_یو_زخمي_فلسطینی_شهید_شو
هغه فلسطیني مبارز چې تیره جمعه په غزه کښې د ستنیدو د حق په مظاهرو کښې زخمي شوی و، نن شهید شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2018 13:06 Asia/Kabul
  • په غزه کښې یو زخمي فلسطینی شهید شو

هغه فلسطیني مبارز چې تیره جمعه په غزه کښې د ستنیدو د حق په مظاهرو کښې زخمي شوی و، نن شهید شو.

۳۷ کلن ځوان یحیی بدر محمد الحسنات چې د غزې تړانګې د مرکز المغراقه سیمې اوسیدونکی و، د ستنیدو د حق د ستر لاریون د تیرې جمعې په مظاهرو کښې د صهیونیسټو پوځیانو په ډزو کښې په سر لګیدلی او سخت زخمي شوی و چې نن شهید شو.

د الحسنات په شهادت سره د تیرې جمعې ورځې د ستنیدو د حق په مظاهرو کښې د شهیدا شویو فلسطینیانو شمیر ۷ تنو ته ورسید.