د سعودی عربستان ولیعهد جمال خاشقجی خطرناک بللی وو
Nov 02, 2018 13:08 Asia/Kabul
-
خاشقجي له هیڅ سرزوري ډلې سره اړیکې نه لرلې او نه هغه کوم خطرناک سړی وو .
زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان چې دترهګرو ډلو اصلی ملاتړی دی د روان میلادی کال د اکتوبر دمیاشتې په نهمه (۹) نیټه دامریکا دولسمشر ټرمپ له زوم جیراډ کوشنر او د ملی امنیت له سلاکار جان بولټن سره په ټیلی فونی خبرو کښې خبریال جمال خاشقجی خطرناک سړی بللی وو .
د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا د ولسمشر زوم جیراډ کوشنر او دملی امنیت سلاکار جان بولټن ته دغه ټیلی فون د خبریال جمال خاشقجی د وژلې له منلو وړاندې کړی وو .
د جمال خاشقجی کورنۍ د عربستان دولیعهد سلمان خبره چې ویلی وو خاشقجی خطرناک سړی وو رد کړی ده او ویلی یې دی چې خاشقجی له هیڅ سرزوری ډلې سره اړیکې نه لرلې او نه هغه کوم خطرناک سړی وو .
ټیګونه