د يمن په لويديځ کښې په لسګونو سعودي تيريګر ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78074-د_يمن_په_لويديځ_کښې_په_لسګونو_سعودي_تيريګر_ووژل_شول
يمني ځواکونو د يمن په لويديځ د سعودي تيري ګرو د حملې په شنډولو سره د هغوي د څو قوماندانانو په شمول څلوېښت تنه په هلاکت ورسول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 12, 2018 07:24 Asia/Kabul
  • د يمن په لويديځ کښې په لسګونو سعودي تيريګر ووژل شول

يمني ځواکونو د يمن په لويديځ د سعودي تيري ګرو د حملې په شنډولو سره د هغوي د څو قوماندانانو په شمول څلوېښت تنه په هلاکت ورسول.

د المسيره خبري چېنل د رپوټ له مخې د يمن د وسله والو ځواکونو وياند يحيی سريع وويل، يمني ځواکونو پرون د ايتوار په ورځ د يمن د لحديده هوائي ډګر په شپاړس کيلوميټرۍ کښې د دښمن د عناصرو له پرمختګ څخه مخنيوے وکړ چې له امله يې شپېتۀ نور سعودي تيري ګر او تالي  څټي هم ژوبل شول.

يحيي سريع زياته کړه، په دغه نښته کښې د دښمن زياته اندازه فوځي سازوسامانونه هم تباه کړې شول.

همدارنګ د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو توغنده اي يونټ د يمن د حجه صوبې د حيران په سيمو کښې د سعودي فوځيانو د غونډېدو په ځاے باندې توغندي او توپونو ګولۍ اورولې. چې له امله يې تيري ګرو ته د مال او سر سخت تاوانونه ورسېدل.