ایران په غزه کښې د صهیونیسټانو جنایتونه وغندل
د ایران د اسالمي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بیګا په غزه کښې د صهیونیسټو پوځیانو لخوا د اسلامي مقاومت د یو قومندان وژل او د یوشمیر فلسطیني مبارزانو شهادت وغنده.
فارس خبري آژانس لیکلي چې بهرام قاسمي، صهیونیسټي رژيم په سیمه کښې د حکومتي ترهګرۍ عیني تجسم وباله او ویې ویل: د قدس د نیواکګر رژيم د وژلو، جنایتونو او تیریو لړۍ، د امریکې د حکومت په ملاتړ او هڅونې او د سیمې د ځینو هیوادونو په چپتیا او ملګرتیا سره دوام لري.
هغه د صهیونیسټي رژيم د وژلو او جنګي مشین د مخنیوي لپاره د نړیوالو ټولنو د سمدستي مداخلې غوښتنه وکړه.
د ویلو ده چې صهیونیسټي رژيم وړمه شپه او پرون په غزې باندې په برید سره د حماس د پوځي څانګې د یو قومندان نور الدین محمد سلامه برکه په شمول د فلسطین د مقاومت لږترلږه اووه ځواکونه شهید کړل.
پر غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم په بریدونو کښې تراوسه زرګونه فلسطینیان شهیدان او زخمي شوي دي.