د آل خليفه په جېلونو کښې ۹۹۴ بحرېني ښځې پرتې دي
د بحرين جمعيت اسلامي الوفاق پرون په يوې بيانيه کښې وويل همدا اوس د ۹۹۴ بحرېني ښځې د آل خليفه رژيم په جېلونو کښې پرتې دي.
د العالم د رپوټ له مخې د بحرين جمعيت اسلامي الوفاق د دې په بيانولو سره چې دغه ښځې يوازې په خپل هېواد کښې د ډېموکرېسۍ، انصاف او ازادۍ غوښتونکې وې وويل، بحريني مېرمنې د ال خليفه رژيم له سختو ځپونکو ، ظالمانه او له تبعيض نه ډکو اقداماتو سره مخامخې دي.
بحرين د ۲۰۱۱ کال د فرورۍ له څوارلسمې څخه د آل خليفه رژيم په خلاف د ولسي انقلاب کتونکے دے.
د بحرين خلق په خپل هېواد کښې د ازادۍ، ډېموکرېسۍ، انصاف او د تبعيض د ختمولو او د يو منتخب نظام د راتللو غوښتونکي دي خو آل خليفه رژيم د سعودي فوځيانو او د اماراتي امنيتي ځواکونو په مرستې سره چې په بحرين کښې د جزيرې ډال ځواکونو په قالب کښې پراته دي په دغه هېواد کښې ولسي احتجاجونه ځپي.