د ستنیدو د حق په لاریون کښې ۳۳ فلسطینیان زخمي شول
Dec 08, 2018 03:54 Asia/Kabul
د فلسطین د روغتیا وزارت بیګا په غزې تړانګه کښې د ستنیدو د حق د ستر لاریون په اووه دیرشمه جمعه د ۳۳ فلسطینیانو د زخمي کیدو خبر ورکړ.
د فلسطین د روغتیا وزارت بیګا په غزې تړانګه کښې د ستنیدو د حق د ستر لاریون په اووه دیرشمه جمعه د ۳۳ فلسطینیانو د زخمي کیدو خبر ورکړ.
العالم خبري چینل وايي چې د ستنیدو د حق د لاریون پرونۍ مظاهرې د (کاڼي ستره انتفاضې) په عنوان سره ترسره شوې.
د ویلو ده چې په غزه کښې د ځمکې د ورځې په مناسبت د ستنیدو د حق صلحه ایز لاریون د روان کال د مارچ له دیرشمې نیټې پيل شوی خو هره جمعه په دغو لاریونونو باندې د صهیونیسټي پوځیانو لخوا ډزې کیږي چې پکښې تراوسه زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښيې ده.
ټیګونه