د قدس په هکله د آسټریلیا اقدام غیرقانوني دی
د اسلامي ملګرتیا سازمان د صهیونیسټي رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت د بیت المقدس د پیژندلو په هکله د آسټریلیا اقدام غیرقانوني او د نړیوالو پریکړنه لیکونو خلاف ورزي وبلله.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي ملګرتیا سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نیواکي قدس ښار د حقوقي وضعیت د خرابولو لپاره له هرډول اقدام او کوشش سره په مخالفت ټینګار وکړ او هغه یې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ او د امنیت شورا د پریکړه لیکونو په تیره بیا د ۴۷۸ پریکړه لیک خلاف ورزي وبلله.
د امنیت شورا ۴۷۸ پریکړه لیک له هغو هیوادونو چې په قدس ښار کښې یې سفارتي دفترونه پرانیستي دي، غواړي چې دغه دفترونه له بیت المقدسه وباسي.
د اسالمي ملګرتیا سازمان په خپله خبرپاڼه کښې څرګنده کړې: قدس شریف د فلسطین د هغې خاورې برخه ده چې له ۱۹۶۷ کال څخه تر نیواک لاندې ده.
یاده دې وي چې د آسټریلیا نوي وزیراعظم سکاټ موریسن په دې وروستیو کښې ویلي وو چې دغه هیواد، لویدیځ قدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندلی دی.