په سورې کښې د امریکا او اسرائیلو وسلې کشف شوې
-
د سوریې عسکرو دامریکا او داسرائیلو دغه جوړې وسلې په هغو پټنځایونو کښې چې ترهګرو کیندلي وو کشف او ضبط کړې .
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ دسوریې سرچینو ددغه هیواد په جنوب کښې د قنیطره د شمال په خوا کښې د «جباثا الخشب» ښارګی په لویدیځ کښې دامریکا او دصهیونیسټ رژیم د ګڼ شمیر وسلو او مهماتو دکشفیدا خبر ورکړ .
د سوریې عسکرو دامریکا او داسرائیلو دغه جوړې وسلې په هغو پټنځایونو کښې چې ترهګرو کیندلی وو کشف او ضبط کړې .
په دغو وسلو او مهماتو کښې دامریکا او داسرائیلو جوړ د ټانکونو ضد توغندی ، د هوان ګولې ، یوشمیر ټوپکې ، ګڼ شمیر ماسکونه ، ځمکنی ماینونه ، د سپوږمکیزې دسنګاوې یعنی ډیش سایټونه او ګڼ شمیر نور مهمات شامل دی .
په دغو عملیاتو کښې یو زغرګاډی ، ګڼ شمیر درمل او د لویدیځو هیوادونو او د اسرائیلو د تجهیزاتو په شمول د جراحۍ لپاره طبی تجهیزات او دسعودی عربستان ګڼ شمیر دکرهنې درمل کشف شول .
دسوریې عسکرو تراوسه په ځلونو د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د امریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو او د اسرائیلو د جوړووسلو او تجهیزاتو ډیر مرکزونه او ګودامونه کشف کړی دی