سعودي په الحُديده کښې 191 ځل د ډزبندۍ خلاف ورزي وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79375-سعودي_په_الحُديده_کښې_191_ځل_د_ډزبندۍ_خلاف_ورزي_وکړه
د يمن د وسله والو ځواکونو وياند بېګا د دغه هېواد په الحدېده بندري ښار کښې د سعودي تيريګر ائتلاف لخوا د ډزبندۍ د خلاف ورزۍد دوام خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 02, 2019 05:51 Asia/Kabul
  • سعودي په الحُديده کښې 191 ځل د ډزبندۍ خلاف ورزي وکړه

د يمن د وسله والو ځواکونو وياند بېګا د دغه هېواد په الحدېده بندري ښار کښې د سعودي تيريګر ائتلاف لخوا د ډزبندۍ د خلاف ورزۍد دوام خبر ورکړ.

د ايرنا د رپوټ  له مخې سيحيی السريع  وويل، سعودي تيريګرو به تېرو اته  څلوېښت ګېنټو کښې په الحديده ښار کښې يو سل يو نوي ځل د ډزبندۍ خلاف ورزي کړې ده.

السريع همدارنګ وويل، سعودي جنګي الوتکو په تېرو اته څلوېښت ګېنټو کښې د يمن په مختلفو سيمو ۳۷ حملې وکړې.

د يمني ډلو ترمېنځ په سوئيډن کښې د ډزبندۍ موافقه د تېر دسمبر له اتلسمې نېټې نه په الحديده ښار کښې شروع  شوه خو سعودي ائتلاف يې هره ورځ خلاف ورزي کوي.

سعودی ،  او ځینو نورو عربو هیوادونو  د امریکې اسرائيلو او برطانيې په ملاتړ او حکم سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې د یمن دخلقو په خلاف حملې شروع کړي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې تراوسه له څوارلسو زرو زيات کسان مړه، په لسګونو زره ژوبل شوي او په ميلينونو هم بې کوره شوي دي او د هیواد روغتونونه ، ښوونځي ، بیخ بنایي تاسیستات او دخلقو کورونه تباه کړې شوي دي او د زمکې، هوا او سمندر له لارې د دغه هېواد د سختې محاصرې په وجه د يمن خلق له د خوراک او درملو او د ضرورت د سامانونو له سخت کمښت او ناوړه خوراک سره مخامخ دي .