په سورئې کې تکفیری ترهه ګربیاسره ښکرپه ښکرشوی دی
په عراق او سورئې کې د داعشی تکفیریانو په ورستیو ناکامیو پسې ، د دغې ډلې په زرګونو ترهه ګر اوس په بیلابیلو دلیلونو سره نورو سیمو ته تښتیدلی او یا خپلو هیوادونو ته ئې بیرته مخه کړې ده .
ایرناخبری آژانس د رای الیوم له قوله راپور ورکړی ،د سورئې په شمال ادلب ولایت په لویدیځ کې د النصره جبهې یا تحریر الشام او په شمال لودیځ کې په ادلب ولایت کې د دیره ترهه ګرو ترمینځ نښتې تر پرون ناوخت پورې د شلو ترهه ګرو هلاکت او د پنځه دیرشو نورو دټپی کیدو لامل شوی دی .
د تحریم الشام تکفیری ترهه ګرې ډلې مسئولانو د تیرې دوشنبې په ورځې هم وئیلی وو،د نورالدین زنکی ترهه ګرې ډلې وګړو د النصره جبهې پنځه کسان وژلی دی .
النصره جبهه او نورالدین زنکی ترهه ګرو ډلو په کرتو له موافقو اوورپسې ئې په خلاف ورزیو سره په تیر اکتوبر کې هم د حلب ولایت په ځینولویدیځی سیمو کې سره ښکرونه ورکړی وو.چې پخپلو کې ئې په لسګونو ترهه ګرهلاک اوټپیان کړی دی .
په عراق او سورئې کې د داعشی تکفیریانو په ورستیو ناکامیو پسې ، د دغې ډلې په زرګونو ترهه ګر اوس په بیلابیلو دلیلونو سره نورو سیمو ته تښتیدلی او یا خپلو هیوادونو ته ئې بیرته مخه کړې ده .