له ترهه ګرو ډلو سره مبارزې ته دوام ورکوو
د ترکیې ولسمشر دخپلو خبرو په یوې بلې برخې کې له سورئې دامریکائی عسکرو د ویستلو لپاره دامریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ دفیصلې هرکلی وکړ او زیاته ئې کړ ې ده ، له سورئې دامریکا ئی عسکرو ویستل د دغه هیواد د مځکنۍ بشپړتیا او دساتنې او د ولس دګټو لپاره مهم دی .
آناتولی خبری آژانس راپور ورکړ ، دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبریالانو سره په خبرو کې وئیلی دی ، دغه هیواد په سورئې کې د داعش ترهه ګرې ډلې پشمول له درستو ترهه ګرو ډلو سره په مبارزې کې کلک هوډ لری .
هغه زیاته کړې ، ترکیه هڅه کوی، په سیمې کې دترهه ګروډلو د ریښې د وچولو لپاره جامعه سټراټژی اجرا کړی .
د ترکیې ولسمشر دخپلو خبرو په یوې بلې برخې کې له سورئې دامریکائی عسکرو د ویستلو لپاره دامریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ دفیصلې هرکلی وکړ او زیاته ئې کړ ې ده ، له سورئې دامریکا ئی عسکرو ویستل د دغه هیواد د مځکنۍ بشپړتیا او دساتنې او د ولس دګټو لپاره مهم دی .
په عین حال کې د ترکیې دولسمشر ویندوی ابراهیم کالین هم لاې مخکې ټینګار کړی ؤ د ترکیې د کردستان کارګر ګوند یا پی کې کې او د خلک ډیموکراټیک کنډکونو یا وآئی پی جی له وګړو سره به د دغه هیواد دپوځی ځ واک مبارزه دوام وکړی او له دوی سره دمبارزې لپاره د ترکیې یوه ترټولو مهمه موخه له دغو ډ لو دکردانو ژغورل دی .