له ترهه ګرو ډلو سره مبارزې ته دوام ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79528-له_ترهه_ګرو_ډلو_سره_مبارزې_ته_دوام_ورکوو
د ترکیې ولسمشر دخپلو خبرو په یوې بلې برخې کې له سورئې دامریکائی عسکرو د ویستلو لپاره دامریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ دفیصلې هرکلی وکړ او زیاته ئې کړ ې ده ، له سورئې دامریکا ئی عسکرو ویستل د دغه هیواد د مځکنۍ بشپړتیا او دساتنې او د ولس دګټو لپاره مهم دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 08, 2019 09:43 Asia/Kabul
  • له ترهه ګرو ډلو سره مبارزې ته دوام ورکوو

د ترکیې ولسمشر دخپلو خبرو په یوې بلې برخې کې له سورئې دامریکائی عسکرو د ویستلو لپاره دامریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ دفیصلې هرکلی وکړ او زیاته ئې کړ ې ده ، له سورئې دامریکا ئی عسکرو ویستل د دغه هیواد د مځکنۍ بشپړتیا او دساتنې او د ولس دګټو لپاره مهم دی .

آناتولی خبری آژانس راپور ورکړ ،  دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  خبریالانو سره  په خبرو کې وئیلی دی ، دغه هیواد  په سورئې کې د داعش ترهه ګرې ډلې پشمول  له درستو ترهه ګرو ډلو سره  په مبارزې کې  کلک هوډ لری .

  هغه زیاته کړې ، ترکیه هڅه کوی، په سیمې کې  دترهه ګروډلو د ریښې د  وچولو لپاره  جامعه سټراټژی اجرا کړی . 

د ترکیې  ولسمشر  دخپلو خبرو په یوې بلې برخې کې   له سورئې  دامریکائی عسکرو د ویستلو لپاره دامریکا د ولسمشر  ډونالډټرمپ  دفیصلې هرکلی وکړ او زیاته ئې کړ ې ده ،  له سورئې دامریکا ئی عسکرو ویستل د دغه هیواد د مځکنۍ بشپړتیا او  دساتنې او  د  ولس  دګټو  لپاره مهم دی . 

  په عین حال کې  د ترکیې دولسمشر  ویندوی ابراهیم کالین  هم لاې مخکې ټینګار کړی ؤ   د  ترکیې د کردستان کارګر ګوند یا پی کې کې  او د خلک ډیموکراټیک   کنډکونو یا وآئی  پی جی  له وګړو سره به د دغه هیواد دپوځی ځ واک مبارزه دوام وکړی  او له  دوی سره  دمبارزې لپاره د ترکیې  یوه ترټولو مهمه موخه   له دغو ډ لو دکردانو ژغورل دی .